کراچۍ 07 جولائی (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی د کراچۍ سوداګرو له باور وركړے چې حکومت د هغوي د ټولو مسئلو حل كولو هڅه كوي۔ امن و امان، اوبه ، قاچاق، نارکوټکس او د تجاوزات ختمولو پشمول په ټولو تجویزونو به غور او مسئلې حل کولې شي۔ده دا خبره د ګل په ورځ کراچۍ چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري كښې يوي دستوري ته وينا كښې …
د کراچۍ بزنس کمیونټي مسئلو حل كولو ته پام لرنه كولې شي۔محسن نقوي
کراچۍ 07 جولائی (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی د کراچۍ سوداګرو له باور وركړے چې حکومت د هغوي د ټولو مسئلو حل كولو هڅه كوي۔ امن و امان، اوبه ، قاچاق، نارکوټکس او د تجاوزات ختمولو پشمول په ټولو تجویزونو به غور او مسئلې حل کولې شي۔ده دا خبره د ګل په ورځ کراچۍ چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري كښې يوي دستوري ته وينا كښې وكړه۔دې څخه وړاندې کراچۍ چیمبر آف کامرس ته په رسيدو د كورنيو چارو وفاقی وزیر هركلے وكړے شو۔ په دې موقع د کراچۍ چیمبر ذمه وارو او د ښار کاروباري شخصیات محسن نقوی ملاقات کښې د سوداګرو او بزنس کمیونټۍ مسئلو څخه خبر كړو۔په دې موقع سوداګرو ته وينا كښې د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ووئيل موجودہ حکومت ګرین د پاسپورټ رینکنګ ښه كړے او سباؤن كښې به دا رینکنګ لا زياتېږي۔ده ووئيل مونږ په ګرين پاسپورټ وياړ لرو۔ محسن نقوی کراچۍ كښې د امن و امان صورتحال په ښه كولو د سندھ پولیس او کراچۍ پولیس کارکردګی ستائېلو سره ووئيل د تير وخت په نسبت د امن و امان صورتحال ښه دے او د جرمونو پېښي كمې شوي۔ده ووئيل کراچۍ كښې كه صورتحال ښه وي نو پاكستان كښې به ښه وي۔ده ووئيل د اوبو مسئله په هر لوي ښار كښې ده او کراچۍ يو لوي ښار دے۔په دې لړ كښې به مونږ ټولو له په ګډه د مسئلې حل لټول وي۔ محسن نقوی ووئيل اسلام آباد كښې تر اوسه 33 فیصده وګړو له اوبه وركړې كيږي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د قاچاق مخنيوي لپاره كار روان دے او په دې كښې تر ډيره کمے راغلے۔ده ووئيل څو كاله وړاندې به دلته څخه ډالر هم اسمګل كيدل خو اوس په هغې كښې كمے راغلے ۔ده ووئيل دا ادعا نه كوو چې قاچاق ختم شوے خو كم كړے شوے۔ده ووئيل حکومت په دې لړ كښې نور ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل تر څو چې مونږ خپل فورسز له انفراسټرکچر ورنه كړو نو څه ډول به ښه والے راشي۔ده ووئيل کوسټ ګارډز پشمول ټول موجود فورسز به مستحکمولې شي۔ده ووئيل مونږ به کوسټ ګارډز لا آپریشنل كولو له بوټس وركوو۔ده ووئيل کرائم قابو كولو لپاره سېف سټي منصوبه مهمه ده،مونږ له به د کراچۍ پشمول ټول پاکستان كښې سېف سټی ښه كول وي۔ ده د فیصل آباد ذکر کولو سره ووئيل هلته سېف سټی منصوبےې په وجه د جرمونو شرح کمه شوې۔ده ووئيل کراچۍ ښار كښې هم په سېف سټي منصوبه کار روان دے او په دې لړ كښې چې څه كول وو هغه به كولې شي۔ داخله وزير محسن نقوي ووئيل سېف سټی منصوبې د لارې په جرومونو قابو موندلے كيدے شي۔ده ووئيل آئي ډي او سم کارډز په اړه به د نادرا چیئرمین سره په ګډه د مسئلې حل راوېستلي شي۔ د نارکوټکس او نشه كوونكو كسانو په اړه د كورنيو چارو وزير ووئيل په دې لړ كښې يواځي په كاروائي سره څه نه كيږي۔حکومت او سوداګر او اینټی نارکوټکس فورس له په ګډه كار كولو ته اړټيا ده










