د دفاعي پیداوار وفاقي وزير محمد رضا حيات هراج سره د ازبكستان سفير علي شير توقتایف ملاقات

پینډي 03 جولائي (اے پي پي)د دفاعي پیداوار وفاقي وزير محمد رضا حيات هراج وئېلي دي پاكستان ازبكستان سره خپلو د ملګرتيا اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔د زيارت په ورځ دفاعي پیداوار وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې جمهوريه ازبكستان سفير علي شير توفتايف وفاقي وزير محمد رضا حيات هراج سره د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو ۔وفاقي وزير د خاص مېلمه هركلي كولو سره ووئېل …

پینډي 03 جولائي (اے پي پي)د دفاعي پیداوار وفاقي وزير محمد رضا حيات هراج وئېلي دي پاكستان ازبكستان سره خپلو د ملګرتيا اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔د زيارت په ورځ دفاعي پیداوار وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې جمهوريه ازبكستان سفير علي شير توفتايف وفاقي وزير محمد رضا حيات هراج سره د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو ۔وفاقي وزير د خاص مېلمه هركلي كولو سره ووئېل پاكستان ازبكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په نظر ګوري۔ازبك سفير پاكستان سره په ټولو څانګو په خاص توګه دفاعي صنعت په څانګه كښې مرسته دوامداره ساتلو له عزم وكړو۔ دوي د دفاعي صنعت په ميدان كښې د شريكو پروژو امكانات لټولو په ضرورت زور راوړو۔په دې موقع دواړو هېوادونو په شريك مشاورت د “دفاعي صنعتي مرستې روډ ميپ”جوړولو ته اتفاق وكړو په كوم به چې اګست 2025 كښې تاشقند٬ازبكستان كښې د كېدونكې شريكې وركنګ ډلې غونډې په مهال لاس ليك كولې شي۔