د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ غونډه٬”اړان پاكستان”په فريم ورك د عملدرآمد تفصيلي جاج واخستل شو

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ غونډه كښې تر 2035 پاكستان دي يو كهرب ډالر معيشت جوړولو وژن له مخې د"اړان پاكستان"په فريم ورك د عملدرآمد تفصيلي جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې د قامي ايكشن پلان انفراسټركچر او سيمه ايزو رابطو جاج هم شامل و۔ډاكټر وقاص انور ټرانسپورټ٬ريلوے٬سړكونو٬ميري ټائم او اربن نقل و …

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ غونډه كښې تر 2035 پاكستان دي يو كهرب ډالر معيشت جوړولو وژن له مخې د”اړان پاكستان”په فريم ورك د عملدرآمد تفصيلي جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې د قامي ايكشن پلان انفراسټركچر او سيمه ايزو رابطو جاج هم شامل و۔ډاكټر وقاص انور ټرانسپورټ٬ريلوے٬سړكونو٬ميري ټائم او اربن نقل و حمل كښې اصلاحات په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔وفاقي وزير هدايت وكړو چې منصوبه بندۍ كښې دې لاندينو اصولو ته ورومبې ترجيح وركړی شي كومه كښې چې كم لګښت او د زيات قدر اډانه منصوبه بندۍ٬سپيځلتيا او ځواب وركونكې٬موثر نګراني او جانچ پرتال نظام٬ د منصوبو په وخت بشپړیدل شامل دي۔ده ووئيل پاكستان ته د يو داسې سرمايه كارۍ ضرورت دے كومه چې په معيشت كښې نيغ په نيغه اضافه وكړي٬سيمه ايز او نړيوال روابط قوي كړي او اولس د پرمختګ په عمل كښې شراكتدار جوړ كړي۔د غونډې په مهال د اين -25 ايكسپريس وے په منصوبه د شوي پېشرفت هم جاج واخستلے شو۔وفاقي وزير ووئيل دا منصوبه به د سندھ او بلوچستان ترمينځه د يوې مهمې تجارتي راهدارۍ جوړېدو سره رامخې ته شي۔په غونډه كښې د پلاننګ سيكرټري اويس منظور سمرا٬چيف اكانومسټ ډاكټر امتياز احمد او نورو اعلٰی چارواكي ګډون وكړو۔په غونډه كښې د مواصلات وزارت٬نېشنل هائي وے اتهارټي(اين ايچ اے)او ايف ډبليو او چارواكو هم ګډون كولو