
اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي)د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي پاكستان تل پاتي پرمختګ 2030 ايجنډه تر سره كولو لپاره د نتيجې وړ٬سپيځلې او جامع شراكتدارۍ له عزم لري۔د شورو په ورځ د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د سپين په سيويلا ښار كښې راجوړ شوي څلورم نړيوال كنفرنس فنانسنګ فار ډوېلپمنټ كښې ګډون وكړو او ګول ميز غونډې ته يې خطاب وكړو ۔په خپل خطاب كښې ده نړيواله پرمختيائي مرسته موثره كولو٬مالياتي نظام كښې اصلاحات او پائيدار پرمختائي اهداف(ايس جي ډيز)تر سره كولو لپاره د سمدستي عملي اقدامات په ضرورت زور راوړو۔د خزانې وزير ووئيل پاكستان پائيدار پرمختګ 2030 ايجنډا تر سره كولو لپاره د نتيجې وړ٬سپيځلې او جامع شراكتدارۍ له عزم لري٬پرمختګ كوونكو هېوادونو ته مالياتي رسنه كښې آساني٬په خاص توګه د بلینډډ فنانس موقعو زياتولو سخت ضرورت دے۔سينيټر محمد اورنګزيب په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې اوس يوازې په لوظونو كار نه كيږي بلكې عملدرآمد لپاره سمدستي٬كوټلې او موثر اقدامات ته ضرورت دے۔ده پرمختيائي مرستې ته ودې وركولو لپاره درې نكاتي حكمت عملي هم وړاندې كړه۔ده زور راوړو چې د هېواد ترجيحات مقدم ساتل٬پرمختيائي منصوبې د ځايې ضروريات او ترجيحات له مخې دې ترتيب كړې شي۔د خزانې وزير په نړيوال مالياتي نظام كښې اصلاحات٬كريډټ ريټنګ ايجنسو په كردار نظرثاني او نجي سرمايه كاري متحرك كولو په ضرورت هم زور راوړو۔ده په خپل خطاب كښې پرمختيائي مرستې ته ودې وركولو لپاره درې نكاتي حكمت عملي وړاندې كړه ۔د خزانې وزير پرمختيائي پروژو كښې د هېواد ترجيحات په مقدم ساتلو زور راوړولو سره ووئېل پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره د آسان او تر بلینډډ فنانس رسنې زياتولو ضرورت دے۔د خزانې وزير د نجي سرمايه كارۍ متحرك كولو ٬ نړيوال مالياتي نظام كښې د اصلاحات او كريډټ ريټنګ ايجنسو په كردار د نظرثانۍ ضرورت ذكر هم وكړو