د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال د پاكستان شماريات ادارې دوره

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال د شورو په ورځ د پاكستان شماريات ادارې(پي بي ايس)دوره كړې ده ۔ په دې موقع ده د سر شمېرۍ 2023 ډيټا٬د دغې د اولسي تشهير او "اړان پاكستان ډيټا سينټر"د كاركرډګۍ جاج واغست۔وفاقي وزير ووئيل د 2023 ډيجيټل سر شمېره يو تاريخي كاميابي ده كومې ته چې د ټولو سياسي ګوندونو په اتفاق ډاډګيرنه …

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال د شورو په ورځ د پاكستان شماريات ادارې(پي بي ايس)دوره كړې ده ۔ په دې موقع ده د سر شمېرۍ 2023 ډيټا٬د دغې د اولسي تشهير او “اړان پاكستان ډيټا سينټر”د كاركرډګۍ جاج واغست۔وفاقي وزير ووئيل د 2023 ډيجيټل سر شمېره يو تاريخي كاميابي ده كومې ته چې د ټولو سياسي ګوندونو په اتفاق ډاډګيرنه ترلاسه شوې۔ده د اطمينان څرګندونه وكړه چې په سر شمېره اولسي باور بحال شوېے خو د دې نتيجو ځينې مهم قامي چېلنجونه رامخې ته كړې دي ۔احسن اقبال خبردارے وركړو چې پاكستان كښې د آبادۍ په شرح كښې يو ځل بيا په تندۍ سره اضافه كيږي او مونږ د هغې هېوادونو په فهرست كښې شامل شوي يو چرته چې د آبادۍ كلنه اضافه 2.5 فيصد څخه زياته ده۔ده په دې اړه په ټولو صوبو زور راوړو چې هغوي په بيړني بنادونو اقدامات وكړي دغسې چې په آبادۍ قابو وموندلے شي۔وفاقي وزير ووئيل مونږ له تر 2035 پاكستان يو ټريلين ډالر معيشت جوړول دي او دا هدف سر كول په سائنسي٬ډيجيټل او ډيټا اډانه پريكړو ممكن دے۔وفاقي وزير پي بي ايس ته هدايت وكړو چې د سر شمېرۍ ډيټا قامي او صوبائي اسمبلو چوكو تقسيم لپاره په سپيځلې ډول استعمال كړې شي دغسې چې سياسي استازو كښې هم پرمختيائي مقابله وده ومومي۔