سيويل01 جولائي (اے پي پي)د خزانې او ريونيو وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د سپين ښار سيويل كښې په روان څلورم نړيوال كنفرنس فنانسنګ فار ډويلپمنټ (ايف ايف ډي4)پرانستې غونډه كښې د پاكستان نمائندګي وكړ ه ۔د دې نړيوال كنفرنس مقصد پائيدار پرمختګ لپاره د ضروري مالي وسائلو زيات شوے كمے لرې كول او بېلو هېوادونو ته خپل ترجيحات٬هيلو او اقدامات وړاندې كولو لپاره يو شريك پليټ فارم وركول دي۔د …
د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په سپين كښې راجوړ ايف ايف ډي 4م كنفرنس كښې په نړيوال مالياتي نظام كښې د انصاف٬شموليت او پرمختيائي مرستې په زياتولو زور

مزید خبریں
سيويل01 جولائي (اے پي پي)د خزانې او ريونيو وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د سپين ښار سيويل كښې په روان څلورم نړيوال كنفرنس فنانسنګ فار ډويلپمنټ (ايف ايف ډي4)پرانستې غونډه كښې د پاكستان نمائندګي وكړ ه ۔د دې نړيوال كنفرنس مقصد پائيدار پرمختګ لپاره د ضروري مالي وسائلو زيات شوے كمے لرې كول او بېلو هېوادونو ته خپل ترجيحات٬هيلو او اقدامات وړاندې كولو لپاره يو شريك پليټ فارم وركول دي۔د كنفرنس وړومبۍ غونډې ته خطاب كښې سينيټر محمد اورنګزيب د پاكستان معاشي چېلنجونو٬اصلاحاتي اقدامات په پرمختيائي ترجيحات رڼا واچوله او په دې خبره يې زور راوړو چې موجوده نړيوال مالياتي نظام كښې سمدستي او مربوط اصلاحات ته ضرورت دے دغسې چې انصاف٬يو والي او شموليت پھ څير اصولو باندې اډانه يو متوازن نظام جوړ كړے شي۔ده پرمختګ كوونكو هېوادونو ته د ورمخې ته شوو مسئلو سنګيني پلو پام وګرځولو چې پكښې د قرضونو زيات شوے بار٬ د موسمياتي بدلونونو منفي اثرات او ترقۍ كښې ترلاسه شوو كاميابو ضائع كېدو غوندې عوامل شامل دي كوم چې تل پاتي پرمختيائي اهداف(ايس ډي جيز)په لاره كښې لويې خنډان دي ۔د خزانې وزير اعلاميه كښې وړاندې كړی شوې عملي تجاويز وستائېل كومو كښې چې ځايې وسائل ترلاسه كولو كښې دوه چنده اضافه٬مرسته كښې كمے بېرته اغستل٬ د جي ډي پي نه پرته د نوو پيمانو د لارې ارزانه مالي مرسته وركول٬ د ګڼ اړخيزه مالياتي ادارو پورنو وركولو صلاحيت كښې اضافه٬ځايې كرنسۍ كښې د پورونو وركولو پراختيا پشان اقدامات شامل دي۔د دې نه علاوه سينيټر اورنګزيب د كاناډا نړيوال پرمختګ ډپټي وزير كرسټو فر میکلینن سره په شريكه توګه د “نجي څانګې او مالياتي وسائلو ښه استعمال د يوې مهمې راونډ ټيپل غونډې مشري هم وكړه۔په دې نشست كښې په دې خبره غور وشو چې د نجي څانګې سرمايه كاري٬جدت او مالي معاونت څنګه پائيدار پرمختګ او اقتصادي استحكام لپاره موثره طريقې سره استعمالېدې شي۔سينيټر اورنګزيب ووئيل يوازې د سركاري وسائلو څخه پرمختيائي مالي ضروريات پورا كېدے نه شي۔ده په دې خبره زور راوړو چې نجي سرمايه كاري راغب كولو لپاره ښه پالېسۍ فريم ورك٬كريډټ ګارنټي٬ په پرفارمنس اډانه بانډز٬د كلائميټ په بدل كښې پور پرېښودل او نور داسې اقدامات به خپلول وي كومو څخه چې اولسي او د نجي سرمايه كارۍ امتزاج ممكن وي۔سينيټر اورنګزيب د خپل خطاب په اختتاز د نړيوال يو والي په ضرورت زور راوړولو سره ووئېل پائيدار پرمختګ لپاره يو داسې نړيوال مالياتي نظام ته ضرورت دے كوم چې د منصفانه٬شموليتي او پرمختګ كوونكو هېوادونو ضروريات له مخې وي۔








