اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي ټولنې چې سائنس ٬ادبيات او ښائسته هنرونه پرېږدي د مشيني سوچ سره مخ كېږي او لطيف انساني جذبات څخه محرومه شي٬ د دې ادارو نظم و نسق او كاركردګي ښه كول٬ د دې نه علاوه د عصري تقاضو سره سم د دې د كار دائره او مينډيټ پراخه كولو لپاره به حكومت ډېره زر يوه كمېټي جوړه كړي۔ …
د علم او ادب سرچينې د ټولنې روح وي۔ وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي ټولنې چې سائنس ٬ادبيات او ښائسته هنرونه پرېږدي د مشيني سوچ سره مخ كېږي او لطيف انساني جذبات څخه محرومه شي٬ د دې ادارو نظم و نسق او كاركردګي ښه كول٬ د دې نه علاوه د عصري تقاضو سره سم د دې د كار دائره او مينډيټ پراخه كولو لپاره به حكومت ډېره زر يوه كمېټي جوړه كړي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم سره نن د نهې په ورځ سينيټر عرفان صديقي ليدلي دي ۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل د علم او ادب سرچينې د ټولنې روح وي٬مونږ د تهذيب او كلتور عظيمه سرمايه لرو په كومې چې ټول قام په ځائے وياړ لري٬ د علمي، ادبي، تاريخي او كلتوري اهميت د قامي ادارو په بندولو يا د ضم کولو د كوم تجويز په عملي كولو حكومت غور نه كوي، د دې برعکس د دې ادارو لا مضبوطيا، موثره او کار آمده كولو لپاره به هڅې كولې شي دغسې چې ټولنه د انتها پسندۍ په څېر رنځ څخه پاكه شي او زمونږ په زړه پورې تاثر نړۍ ته ورِمخې ته شي۔ په دې موقع سينيټر عرفان صديقي وزيراعظم د علمي ادارو بندولو يا يو بل كښې د ضم كولو په اړه د حکومت د رائيټ سائزنګ کمېټۍ په سفارشات د ګرد هېواد د علم او دانش خاوندانو، اديبانو، شاعرانو او فنون لطيفه سره د تعلق لرونكو طبقو د تشويش نه خبر كړو۔ سينيټر عرفان صديقي وزيراعظم ته ووئيل پخواني وزيراعظم نواز شريف په تېر دور كښې دې ادارو ته خام پام لرنه كړې وه او د دوي د كاركردګۍ ستائنه د هېواد هرې طبقې كړې۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل ھغه ټولنې چې سائنس ٬ ادبيات او ښائسته هنرونه پرېږدي مشيني سوچ سره مخ كېږي او لطيف انساني جذبات څخه محرومه شي٬ د دې ادارو نظم و نسق او كاركردګي ښه كول٬ د دې نه علاوه د عصري تقاضو سره سم د دې د كار دائره او مينډيټ پراخه كولو لپاره به حكومت ډېره زر يوه كمېټي جوړه كړي۔ په دې موقع سينيټر عرفان صديقي علمي او د ادبي ادارو په اړه د وزيراعظم د واضح اعلان مننه وكړه۔








