ملګري ملتونه 01 جولائي (اے پي پي) پاکستان د ترهګرۍ خطر په موثره ډول مخنيوي لپاره د ترهګرۍ د بنيادي وجوهات خاتمه مهم اقدام ګرځولو سره په دې خبره زور راوړے چې د ترهګرۍ مخنيوي د هلو ځلو برخې په توګه د زړو شخړو حل كولو ته اړتيا ده۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ مخنيوي ډهانچې په تشکيل نو …
د ترهګرۍ مخنيوي د هلو ځلو د برخې په توګه د زړو شخړو حل كولو ته اړتيا ده۔ پاکستان

مزید خبریں
ملګري ملتونه 01 جولائي (اے پي پي) پاکستان د ترهګرۍ خطر په موثره ډول مخنيوي لپاره د ترهګرۍ د بنيادي وجوهات خاتمه مهم اقدام ګرځولو سره په دې خبره زور راوړے چې د ترهګرۍ مخنيوي د هلو ځلو برخې په توګه د زړو شخړو حل كولو ته اړتيا ده۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ مخنيوي ډهانچې په تشکيل نو غور كولو لپاره د يو اېن 80 اېنشي ايټو او د ادارې د ترهګرۍ مخنيوي ډھانچې او د سباٶن په اړه د سفيرانو په كچه د مشاورتي غونډې په مهال ووئيل بايد د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ په خبرو نه يوازې د غبرګون عوامل بلكې د بنيادي او مخنيوي عواملو ته هم پام وكړے شي۔ “يو اېن 80 انيشي ايټيو” كوم چې سږ كال په مارچ كښې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوتريش جاري كړے٬ په تندۍ سره په بدلېدونكې نړۍ كښې په اداره جاتي كچه د ملګرو ملتونو د مطابقت تصديق، د ترهګرۍ په ضد كاروائۍ او د كاروائيو اثرات تندولو لپاره كار كوي۔ په غونډه كښې عاصم افتخار ووئيل بنيادي او حفاظتې عواملو كښې د اوږدې مودې حل طلب شخړو هوارے٬ غېر ملكي مداخله٬ د ترهګرۍ مخنيوي په بهانه بې انصافي٬ جبر او د نړيوال قوانين څخه د سرغړونې مخنيوے شامل دي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ مخنيوي د هلو ځلو د برخې په توګه د زړو شخړو هواري ته اړتيا ده








