وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري په مشرۍ كښې د ګوادر پورټ په اړه غونډه

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري په مشرۍ كښې د ګوادر پورټ په اړه غونډه شوې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل ګوادر بندر ځاے په بشپړه توګه فعاله شوے٬ ګوادر څخه خليجي هېوادونو لپاره به نوې فېري سروس پېل شي، دغسې ګوادر پورټ څخه به نوې شپنګ لائنز زر فعاله ش او ٬ مېنځنۍ آسيا او مېنځني …

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري په مشرۍ كښې د ګوادر پورټ په اړه غونډه شوې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل ګوادر بندر ځاے په بشپړه توګه فعاله شوے٬ ګوادر څخه خليجي هېوادونو لپاره به نوې فېري سروس پېل شي، دغسې ګوادر پورټ څخه به نوې شپنګ لائنز زر فعاله ش او ٬ مېنځنۍ آسيا او مېنځني ختيز سره به تجارتي روابط لا قوي شي۔ده ووئيل ګوادر څخه فريټ سروس كښې اضافه متوقع ده٬ فېري سروس سره به په بلوچستان كښې روزګار او سرمايه كاري زياته شي او نوي شپنګ لائنز سره به په بندر ځايونو فشار كم شي٬ده ووئېل په مېري ټائم څانګه كښې ترقي به قامي معيشت ته وده وركړي۔ ده ووئيل د نجي څانګې ډاډګيرنې لپاره اقدامات روان دي٬ ګوادر تجارتي مركز جوړولو لپاره به هر ممكن اقدامات كولې شي۔