د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې غونډه٬ پي ټي ډي ته د سېلګرۍ ودې لپاره د عملي ګامونو اغستو سپارښتنه

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف پي ټي ډي سي ته په هېواد كښې د سېلګرۍ ودې لپاره په سمدستي توګه د عملي ګامونو اغستو امر سره وئيلي دي د سېلګرۍ ودې لپاره دې خاص ټورازم زون جوړ كړے شي٬ د پاكستان ټورازم برانډ دې بهر هېوادونو كښې معارفي كړې شي٬ د صوبو په مرسته دې ګرد هېواد كښې د سېلګرۍ ودې لپاره اقدامات وكړې شي٬ …

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف پي ټي ډي سي ته په هېواد كښې د سېلګرۍ ودې لپاره په سمدستي توګه د عملي ګامونو اغستو امر سره وئيلي دي د سېلګرۍ ودې لپاره دې خاص ټورازم زون جوړ كړے شي٬ د پاكستان ټورازم برانډ دې بهر هېوادونو كښې معارفي كړې شي٬ د صوبو په مرسته دې ګرد هېواد كښې د سېلګرۍ ودې لپاره اقدامات وكړې شي٬ د هېواد د پرمختګ وژن له مخې به پاکستان د نړۍ د سېلګرۍ مركزونو په وړومبي فهرست كښې شاملولې شي ۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په پاکستان كښې د سېلګرۍ ودې په اړه غونډه وشوه ۔ د غونډې په مهال وزيراعظم ووئيل پاکستان د سېلګرۍ په څانګه كښې د زرمبادله ګټلو بلها استعداد لري٬ لوي څښتن پاكستان له قدرتي وسائل او بلها حسن وركړے۔ ده ووئيل په شمالي سيمو كښې په واورې پټو غرونو ځنګلونو٬ دريابونو تر دې چې مېدانونو او صحرا ګانو او داسې نورو قدرتي وسائلو په سبب زمونږ هېواد په نړۍ كښې د كوم هم هېواد څخه د سېلګرۍ په لړ كښې كم نه دے۔ ده ووئيل د پاكستان يو ټورازم برانډ دې بهر هېوادونو كښې معارفي كړې شي٬ د صوبو په مرسته دې ګرد هېواد كښې د سېلګرۍ ودې لپاره اقدامات وكړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد د پرمختګ وژن له مخې به پاکستان د نړۍ د سېلګرۍ مركزونو په وړومبي فهرست كښې شاملولې شي ۔ وزيراعظم د پاکستان ټورازم ډويلپمنټ اتھارټي (پي ټي ډي سي) ته په هېواد كښې د سېلګرۍ ودې لپاره په سمدستي توګه د اقدامات امر سره ووئيل د سېلګرۍ ودې لپاره دې خاص ټورازم زون جوړ كړې شي٬ دغسې د نړيوالو سېلګرو د پاكستان د سېل ځايونو ته تګ راتګ اسانولو لپاره دې پبلك او نجي څانګه په ګډه كار وكړي، د داخلي كچه د سېل او د هېواد سېلګرو د سېل سپاټې ځايونو ته تګ لپاره دې خاص اقدامات وكړې شي، ده ووئېل د ټورازم سيکټر په مستقل توګ سرمايه کارۍ له دې پلان جوړ كړے شي۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته په هېواد كښې د سېلګرۍ استعداد كارولو لپاره تجويزونه وركړر شول ٬ غونډې ته ووئيل شول د سېلګرۍ ودې لپارد شمالي سيمو په څير د سېلګرۍ د ځايونو تشهير٬ميډيکل ټورازم او نور اقدامات كېدے شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو عطاء تارړ، حنيف عباسي، انجينئر امير مقام، اورنګزيب کھچي، د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء الله، خاص مرستيال حذيفه رحمان او د اړوندو ادارو چارواكو ګډون وكړو