اسلام آباد۔30 جون(اے پی پی) د هند لخوا د عصري او خطرناكو وسلو په لويه كچه اغستنه د منطقې امن او استحكام په اړه انېښنه ده ۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې په يو رپورټ كښې وئيل شول هند په خپله دفاعي پالېسۍ كښې جارحانه بدلون رامخے ته كوي او اسرائيلي ماډل ته د يوې فعاله تګلارې په توګه كتلې شي چې له مخې يۍ د بريد په جواز …
د هند لخوا د عصري او خطرناكو وسلو په لويه كچه اغستنه د منطقې امن او استحكام په اړه اندیښنه ده : رپورټ

مزید خبریں
اسلام آباد۔30 جون(اے پی پی) د هند لخوا د عصري او خطرناكو وسلو په لويه كچه اغستنه د منطقې امن او استحكام په اړه انېښنه ده ۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې په يو رپورټ كښې وئيل شول هند په خپله دفاعي پالېسۍ كښې جارحانه بدلون رامخے ته كوي او اسرائيلي ماډل ته د يوې فعاله تګلارې په توګه كتلې شي چې له مخې يۍ د بريد په جواز پېدا كولو كارروائي كولې شي۔ په تېرو څو كلونو كښې هند د اسرائيل ٬ فرانس او د روسيه پشمول بېلو هېوادونو څخه د اربونو ډالرو جنګي سامان اخستے دے په كومو كښې چې فرانس څخه د 9 ارب ډالره 36 رافیل الوتكې ٬ روسيه سره د 5.4 ارب ډالر S-400 دفاعی نظام لوظنامه ٬ اسرائيل څخه د بارک8-میزائل سسټم ، هیرن و هیرپ ډرونز، نائټ وژن او نور دفاعي آلات اخستل شامل دي۔ د دفاعي پوهانو له مخې د هند دا چمتوالے په ممكنه توګه د كومې لويې سيمه ايزې كارروايۍ پېش خېمه ګرځېدے شي۔ د يو خصوصي رپورټ له مخې د ”موساد” او ”را” ترمينځه استخباراتي مرسته هم د اسرائيل ماډل خپلولو تګلارې برخه ښكاري۔ په كال 2019 كښې د پلوامه بريد څخه وروستو هند د اسرائيل څخه په متاثره كېدو د پېشګي بريد پالسي خپله كړه۔ په بالاکوټ كښې فضائي بريد او وروستو په 2025 كښې د آپرېشن سندور په څير بزدلانه جارحيت د دغه پالېسۍ برخه دے۔ هند د خپلو ناوړو مقاصدو لپاره راتلونكي كښې هم د اسرائيل په مرسته د پاكستان په ضد د جارحيت اراده لري۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي د هند او اسرائيل ترمينځه د كال 2015 او 2025 په مهال په دفاعي همكارۍ كښې ښكاره تندي رامخې ته شوې۔ د رپورټ له مخې هند اسرائيل سره په مهمو دفاعي منصوبو كار كړے په كومو كښې چې بارک-8 د ډېر مسافت فضائي دفاعي ميزائل ، اسپائیډر ایئر ډیفنس، اسپائیک اېنټی ټېنک مېزائل ، هیرون UAVs او هاروپ ډرونز ترلاسه كول شامل دي۔ د هند يو شمېر دفاعي كمپنيو اسرائیلی ادارو سره په ګډه ډرون، توپ خانې، ګائیډډ ګوله بارود او الېکټرانک وارفیئر سسټمز جوړول پېل كړي۔ په رپورټ كښې دا هم وئيلې شوي د میزائل او فضائی دفاع په مېدان كښې هند روسيې څخه S-400 نظام اخستے دے او اسرائیلی بارک-8 په ځايي كچه جوړ كړے۔ په ډرون ټېكنالوجي كښې هند اسرائيلي څخه د هیرون، سرچر Mk-II او هاروپ په څير ډرون ترلاسه كړي۔ د هند دفاعي پالېسي تر اسرائيل محدود نه بلكې فرانس څخه يۍ رافيل جنګي التوكې ٬ روس څخه يۍ S-400 سسټمز او امريكې څخه يۍ MQ-9B ډرونز او توغندو ترلاسه كولو سره په يو شمېر محاذونه خپله دفاع ښه كړې ده۔ بلخوا پاكستان هم د دې په ځواب كښې خپل چمتوالے تند كړے ۔ په خاص توګه د سائبر كمانډ او ډرون ټېكنالوجۍ اپ ګرېډېشن ته خاص پاملرنه كولې شي۔ پاكستان امن ته ترجيح وركوي خو د كوم هم جارحيت د سخت ځواب وركولو په عزم ټينګ ولاړ دے۔ د پاكستان امنيتي ادارې د هند په هر ګام نظر لرلے او دا خبره يۍ په ډاګه كړې چې د ګران هېواد په خپلواكۍ به كومه سودا ونه كرې شي۔








