اسلام آباد۔30جون(اے پی پی)په مالي كال 2024-25 كښې د قوي ميكرو اكنامك پالېسيو٬مالي نظم و نسق او د بهرنۍ څانګې مستحكمې كاركردګۍ له امله د پاكستان معيشت خپل پرله پسې ښه والے روان ساتلے دے ٬د خزانې وزارت لخوا جاري مياشتنۍ"معاشي جائزې او د جون 2025 آؤټ لك"له مخې په هېواد كښې د تل پاتي معاشي بحالۍ آثار ښكاره شوي۔رپورټ له مخې حقيقي جي ډي پي كښې د جولائي تر …
په مالي كال 2025 كښې د پاكستان معيشت خپل پرله پسې پرمختګ برقرار ساتلے ٬راتلونكو مياشتو كښې به د ګرانۍ كچه د 3 نه تر 4 فيصده ترمينځه٬ د كرنټ اكاؤنټ سرپلس په ځاے ساتلو هيله ده ۔د خزانې وزارت

مزید خبریں
اسلام آباد۔30جون(اے پی پی)په مالي كال 2024-25 كښې د قوي ميكرو اكنامك پالېسيو٬مالي نظم و نسق او د بهرنۍ څانګې مستحكمې كاركردګۍ له امله د پاكستان معيشت خپل پرله پسې ښه والے روان ساتلے دے ٬د خزانې وزارت لخوا جاري مياشتنۍ”معاشي جائزې او د جون 2025 آؤټ لك”له مخې په هېواد كښې د تل پاتي معاشي بحالۍ آثار ښكاره شوي۔رپورټ له مخې حقيقي جي ډي پي كښې د جولائي تر اپريل د مالي كال 2025 په مهال 2.68 فيصد زياتوالے راغلے ۔په ګرانۍ كښې پرله پسې كمے راغلے او مئي 2025 كښې د سي پي آئي ګرانۍ شرح 3.5 فيصد رېكارډ كړې شوې كومه چې د مئي 2024 مطابق 11.8 فيصد كمه ده۔دغسې هره مياشت ګرانۍ كښې 0.2 فيصد كمے راغلے ٬ كومه چې په اپريل كښې 0.8 فيصد او په مئي 2024 كښې د 3.2 فيصد پرله پسې كمي برخه ده۔رپورټ كښې وئېلي شوي د مالي كال 2025 جولائي نه تر اپريل موده كښې آمدن د اضافې خرڅونو په مقابل كښې زيات پاتې شو٬كوم چې مالي استحكام په ګوته كوي۔وفاقي آمدن كښې 44.4 فيصد زياتوالے راغلے ٬كوم چې تېر كال هم په دې موده كښې 5627.5 ارب روپۍ ؤ ۔دغسې غېر ټيكس آمدن كښې 68.1 فيصد اضافه ليدلې شوې۔د ټيكس آمدن جولائي نه تر مئي 2025 كښې 25.9 فيصد زياتوالي راتللو سره دا تر 10233.9 ارب روپو رسېدلے دے ۔كرنټ اكاؤنټ كښې 1.81 ارب ډالره سرپلس رېكارډ كړې شوي كوم چې د تېر مالي كال هم په دې موده كښې 1.6 ارب ډالره خسارې برعكس دي ۔ برآمدات كښې 4 فيصد اضافه شوې او هغه تر 29.7 ارب ډالر رسېدلي ۔۔دغسې درآمدات كښې 11.5 فیصد اضافه ليدلې شوې كومه چې تېر كال 20 ارب ډالره وه۔ كومه چې اوس تر 54.1 ارب ډالر زياته شوې٬دغسې تجارتي خسارہ 24.4 ارب ډالر ته رسېدلې، كومه چې تېر كال 20 ارب ډالره وه۔ترسيلات زر كښې 28.8 فيصد زياتوالے راغلے او تر 34.9 ارب ډالر رسېدلي ٬ كومو كښې چې د سعودی عرب برخه 24.4 فیصد او د یو اے ای برخه 20.4 فیصد پاتې شوې ۔نيغ په نيغه غیر ملكي سرمایه کاري 2.0 ارب ډالره پاتې شوې،كومه چې تېر كال 2.1 ارب ډالر وه۔ په مئی 2025 كښې 59,995 پاکستاني کارکنان بهر هېوادونو كښې رجسټر شوي، كوم چې د اپرېل په مقابل كښې 12.7 فيصد زيات دې۔ د كركيلې پرمختګ لپاره معياري تخم، مشینری، او د قرضونو ښه كولو څخه د فصلونو په پېداوار كښې اضافه متوقع ده۔ د كركيلې قرضو كښې 15.7 فیصد اضافه شوې، كومه چې د جولائي نه تر اپرېل 2025 په مهال تر 2,066.6 ارب روپۍ رسېدلې او كومې چې د كلن هدف 2,572.3 ارب روپو ته نزدې دي ۔راپور تر مخه د كركيلې مشینری درآمدات كښې 10 فیصد اضافه شوې او هغه تر 69.2 ملین ډالر رسېدلې۔وفاقي حکومت د خریف سیزن 2025–26 لپاره د پومبې كر هدف 22 لكه هیکټر، د پیداوار هدف 1 کروړ 1 لاکھ 80 زره پنډونه مقرر كړي شوي ۔ ۔پاکستان پاورټی ایلیویشن فنډ مئی 2025 كښې 894 ملین روپۍ 18,525سود نه غير پور وركړر۔2019 نه تراوسه 3.01 ملین كسانو ته 117.61 ارب روپو پورنه وركړې شوي۔ د بینظیر انکم سپورټ پروګرام (BISP) له مخې د جولائی نه تر اپریل په مالي كال 2025 كښې 411.56 ارب روپۍ خرڅ كړې شوي ، كومې چې د تېر كال په نسبت 29 فيصد زياتې دي ، او په مجموعي توګه كلن بجټ 592.5 ارب روپۍ مختص كړے شوے ۔ دغسې ګراني جون 2025 كښې 3.0 نه تر 4.0 فیصد ترمينځه د پاتې كېدو امكان دے ۔ د سيمنټ ترسیلات او د ګاډو خرڅ پشان اشارې په راتلونكو مياشتو كښې د لارج سكيل مينو فيكچررز ( LSM ) مثبت کارکردګي رامخې ته كوي ۔نجی څانګې ته د زياتو شوو قرضونو وركولو په سبب پیداواري هلې ځلې او د سرمايه كارو په اعتماد كښې اضافه رامخې ته كيږي۔ترسیلات زر او برآمدات كښې اضافې سره كرنټ اكاؤنټ سرپلس په ځاے د پاتې كېدو امكان دے۔د خزانې وزارتِ اشاره وركړی چې راتلونكو مياشتو كښې هم د ګرانۍ كچه د 3 نه تر 4 فيصد ترمينځه د پاتې كېدو هيله ده او كرنټ اكاؤنټ سرپلس په ځاے ساتلو اميد دے۔








