اسلام آباد۔30جون (اے پی پی) د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د پارليمان نړيواله ورځ د ګل په ورځ د جون په 30 مه نېټه ولمانځلې شوه۔ د دې ورځې لمانځلو مقصد جمهوریت، اولسي نمائندګۍ او د قانون جوړونې عمل كښې د پارليمان مهم كردار رامخې ته كول دي۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په كال 2018 كښې د پارليمان نړيوالې ورځې لمانځلو منظوري وركړې وه دغسې چې …
د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د پارليمان نړيواله ورځ ولمانځلې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔30جون (اے پی پی) د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د پارليمان نړيواله ورځ د ګل په ورځ د جون په 30 مه نېټه ولمانځلې شوه۔ د دې ورځې لمانځلو مقصد جمهوریت، اولسي نمائندګۍ او د قانون جوړونې عمل كښې د پارليمان مهم كردار رامخې ته كول دي۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په كال 2018 كښې د پارليمان نړيوالې ورځې لمانځلو منظوري وركړې وه دغسې چې د ګردې نړۍ پارليماني ادارې خپلې كاميابۍ٬ په چېلنجونو قابو موندل او اولس سره اړيكې بهتر كړې شي۔ سږ كال د پارليمان نړيوالې ورځ سرخط’’جمهوریت لپاره مضبوط پارليمان‘‘ غوره كړے شوے دے كوم چې د فعال ٬ سپېځلي او ځواب وركوونكي پارليماني جمهوريت استحكام په ډاګه كوي۔ د نړيوالې ورځې مناسبت سره د پاكستان په شمول د ګردې نړۍ په بېلو هېوادونو كښې په دې موقع سيمينارونه ٬ كنفرنسونه او د خبرتيا پروګرامونه وكړې شول دغسې چې د قانون سازۍ ٬ قومي مسئلو حل كولو ٬ د اقليتي د حقونو تحفظ او د اولسي په ګټه پالېسي جوړولو كښې د يو پارلمان كردار رامخے ته كړے شي۔ دا خبره دې ښكاره و چې پارليمان د اولس غږ وي او مونږ ټولو له به لا مضبوط او سپېځلې پارليمان جوړولو كښې خپل كردار ترسره كول وي۔








