پارلمان د اولس خپلواکه استازے او د اساسي قوانينو ساتونکے وي٬ راځئ چې داسې پاکستان جوړ کړؤ چرته چې جمهوريت وده كوؤنكے، ادارې پياوړې وي : صدر مملكت آصف علي زرداري

اسلام آباد۔30جون(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري ويلي دي چې نن مونږ د پارليمان نړيواله ورځ د دے عزم پخلي سره لمانځو چې د جمهوريت، آزادۍ، شموليت، زغم او اقتصادي او ټولنيز انصاف په اصولو به ټينګ ولاړ پاتې كيږؤ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لمخې د پارليمان نړيوالې ورځې كومه به چې سبا د ګل په ورځ لمانځلې شي په موقع خپل پېغام كښې صدر مملكت آصف …

اسلام آباد۔30جون(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري ويلي دي چې نن مونږ د پارليمان نړيواله ورځ د دے عزم پخلي سره لمانځو چې د جمهوريت، آزادۍ، شموليت، زغم او اقتصادي او ټولنيز انصاف په اصولو به ټينګ ولاړ پاتې كيږؤ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لمخې د پارليمان نړيوالې ورځې كومه به چې سبا د ګل په ورځ لمانځلې شي په موقع خپل پېغام كښې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل پارلمان د اولس خپلواکه استازے او د اساسي قوانينو ساتونکے وي۔ پارلمان د ملي پاليسۍ جوړولو، شفافيت او حساب ورکولو باوري كولو او د ټولو وګړو د بنيادي حقونو او آزادو په تحفظ كښې بنيادي رول لوبوي۔ پارلمان د مؤثر قانون جوړونې او پوره څارنې له لارې د اولسي خذ ماتو ښه والي، د حکومتدارۍ فعاله جوړولو او د جمهوري ادارو په مستحكمولو كښې مرسته كولې شي۔ صدر مملكت ووئيل په دې مهمه ورځ زه د پارلمان هڅې ستايم چې د شفاف، هراړخيز او د خلکو په ګډون ولاړ حکومتدارۍ د پرمختګ لپاره هڅې كوي۔ دا د قانون جوړونکو ادارو مسوؤليت دے چې د جمهوريت اصول خوندي کړي او د ملي پرمختګ بهير ته وده ورکړي. صدر آصف علي زرداري وويل چې د پاکستان پارلمان به د خپلو خلکو د خېر ښېګړې له قانون جوړونه، د هغوی د حقونو او آزاديو ساتنه او د عامه حساب ورکول باوري كولو له مؤثره څارنه روانه وساتي. راځئ چې داسې پاکستان جوړ کړؤ چېرې چې جمهوريت وده وکړي، ادارې پياوړي شي او د هر وګړي غږ واورېدل شي او په درناوي ومنل شي۔