د صدر مملكت آصف علي زرداري په بلوچستان كښې د ترهګرو په ضد په كامياب آپريشن امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې

اسلام آباد۔29جون(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د بلوچستان په دكي ضلع كښې د ترهګرو په ضد په كامياب انټېلي جنس بېسډ آپريشن كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د پاکستان امنيتي ځواكونه په هندي سرپرستۍ كښې د روانې ترهګرۍ نوغې ويستلو عزم لري۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا په جاري شوي بيان كښې صدر مملكت آصف …

اسلام آباد۔29جون(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د بلوچستان په دكي ضلع كښې د ترهګرو په ضد په كامياب انټېلي جنس بېسډ آپريشن كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د پاکستان امنيتي ځواكونه په هندي سرپرستۍ كښې د روانې ترهګرۍ نوغې ويستلو عزم لري۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا په جاري شوي بيان كښې صدر مملكت آصف علي زرداري په هندي سرپرستۍ كښې د كار كوؤنكو دوه ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو مړانه وستائله۔ صدر مملکت ووئيل د امنيتي ځواكونو په پېشه ور مهارت ٬ مړانه او قربانۍ قام وياړي۔ صدرِ مملکت ووئيل پاكستانے قام د خپلو امنيتي ځواكونو ترڅنګ ولاړ دے۔ صدر مملكت ووئيل د پاکستان امنيتي ځواكونه په هندي سرپرستۍ كښې د روانې ترهګرۍ نوغې ويستلو عزم لري۔ صدر مملكت د دې خبرې پخلې وكړو چې د ترهګرۍ د ناسور تر ختمولو به ددې په ضد زمونږ جنګ روان وي۔