پېنډۍ ۔29 جون(اے پی پی) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په دكي ضلع كښې په انټېلي جنس بېسډ آپرېشن كښې د هندوستاني پراكسي ٬ فتنة الهندوستان سره تعلق لرونكي 2 هندي سپانسرډ ترهګر وژلي او دوه نور ګرفتار كړي دي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې امنيتي ځواكونو په 28 جون 2025 د بلوچستان په دكي ضلع كښې هندوستانی پراکسی، …
د بلوچستان دكي ضلع كښې امنيتي ځواكونو د فتنة الهندوستان 2 ترهګر ووژل ٬ 2 ګرفتار: آئی ايس پی آر

مزید خبریں
پېنډۍ ۔29 جون(اے پی پی) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په دكي ضلع كښې په انټېلي جنس بېسډ آپرېشن كښې د هندوستاني پراكسي ٬ فتنة الهندوستان سره تعلق لرونكي 2 هندي سپانسرډ ترهګر وژلي او دوه نور ګرفتار كړي دي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې امنيتي ځواكونو په 28 جون 2025 د بلوچستان په دكي ضلع كښې هندوستانی پراکسی، فتنة الهندوستان سره د تعلق لرونكو ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع انټېلی جنس بېسډ آپرېشن وكړو۔ د آپرېشن په مهال د سختو ډزو په تبادله كښې امنيتي ځواكونو دوه هندي سپانسرډ ترهګر ووژل او دوه نور يۍ ګرفتار كړل۔ دغه ترهګرو څخه وسله ٬ ګوله بارود او چاؤدېدونكي توكي برآمد كړې شوي دي۔ آئی اېس پی آر وئيلي دي چې په سيمه كښې د پاتې كېدونكي كوم هم ترهګر نوغي ويستلو له سېنی ټائزېشن آپرېشن كولې شي۔ د پاکستان امنيتي ځواكونه هېواد څخه د ترهګرۍ لعنت ختمولو عزم لري۔








