قومي اسمبلۍ د دويم پارليماني كال په اولنيو څلور مياشتو كښې 13 حکومتی او 4 پرائیوېټ بلونه منظور كړل

اسلام آباد۔29 جون(اے پی پی) قومی اسمبلۍ د دويم پارليماني كال په اولنيو څلور مياشتو كښې 13 حكومتي او 4 پرائيوېټ بلونه منظور كړي دي۔ د قومی اسمبلی سېکرټرېټ ذريعو له مخې د دويم پارليماني كال پېل 1 مارچ 2025 څخه شوے ؤ۔ په دې مهال په قومي اسمبلۍ كښې د فنانس بل په شمول 13 حكومتي بلونه پاس شول۔ په دې كښې فنانس بل 2025، اېکسپلوسیو ترمیمی بل 2025، …

اسلام آباد۔29 جون(اے پی پی) قومی اسمبلۍ د دويم پارليماني كال په اولنيو څلور مياشتو كښې 13 حكومتي او 4 پرائيوېټ بلونه منظور كړي دي۔ د قومی اسمبلی سېکرټرېټ ذريعو له مخې د دويم پارليماني كال پېل 1 مارچ 2025 څخه شوے ؤ۔ په دې مهال په قومي اسمبلۍ كښې د فنانس بل په شمول 13 حكومتي بلونه پاس شول۔ په دې كښې فنانس بل 2025، اېکسپلوسیو ترمیمی بل 2025، پاکستان نیوی ترمیمی بل 2025، انکم ټېکس ترمیمی بل 2025، فېډرل بورډ آف انټرمېډېټ اېنډ سیکنډری ایجوکیشن ترمیمی بل 2025،اېنټی ډمپنګ ډیوټیز ترمیمی بل 2025،سول سرونټس ترمیمی بل 2025،آف دی ګرډ کیپټیو پاور پلانټس لیوی بل 2025،سپیشل ټیکنالوجی زون اټھارټی ترمیمی بل 2025 او د اقليتونو د حقونو قومي كمېشن بل 2025 منظور كړے شو۔ دغسې 4 پرائیوېټ ممبرز بلز هم منظور كړې شول په كومو كښې چې تجارتی تنظیمونه دويم ترمیم بل 2025،اسلام آباد کېپیټل ټېرېټری چائلډ مېرج ریسټرینټ بل 2025،دی انټر نیشنل اېګزامنیشن بورډ بل 2025 او ګھرکی انسټیټیوټ آف سائنس و ټیکنالوجی بل 2025 دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې پارليماني كال به په فروري 2026 كښې ختمېږي۔ د قومي اسمبلۍ پارليماني كال مارچ څخه تر فروري مياشت دے۔ په اولني پارليماني كال كښې ټول 9 نجی او 38 حکومتی بلونه منظور كړې شوې وو۔ د دې په مقابله كښې د روان پارليماني كال په اولنيو څلور مياشتو كښې 4 پرائیویټ او 13 حکومتی بلونه منظور كړې شوي دي۔