پاکستان د هند اجاره داري نه منلې او نه به يۍ كله ومني،د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د 52م کامن ټريننګ پروګرام افسرانو ته وينا

پېنډۍ 27 جون (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير وئيلي دي چې د هېواد پرمختګ او كاميابۍ لپاره د اولس٬ حکومت او پاك پوځ ترمېنځه قوي تړون ضروري دے ٬ مونږ هند ته ښكاره پېغام وركړے دے چې پاکستان نه وړاندې د هند اجاره داري منلې او نه به يۍ كله ومني۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري …

پېنډۍ 27 جون (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير وئيلي دي چې د هېواد پرمختګ او كاميابۍ لپاره د اولس٬ حکومت او پاك پوځ ترمېنځه قوي تړون ضروري دے ٬ مونږ هند ته ښكاره پېغام وركړے دے چې پاکستان نه وړاندې د هند اجاره داري منلې او نه به يۍ كله ومني۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير دا خبرې د 52م کامن ټرېننګ پروګرام افسرانو ته خپله وېنا كښې وكړې ۔ ده ووئيل چې د هېواد پرمختګ او كاميابۍ لپاره د اولس٬ حکومت او پاك پوځ ترمېنځه قوي تړون ضروري دے٬ د رياست د ټولو صوبو ترمېنځه د همكارۍ اساس د پاكستان انتظاميه او سول بيوروكرېسي ده، د دې لويه او اهمه ذمه واري ستاسو په اوږو ده۔ فيلډ مارشل سيد عاصم منير ووئيل د معرکه حق په مهال د رياست ټولو صوبو د مثالي همغږۍ څرګندونه كړې٬ په معرکه حق كښې پاکستان د کشمير د لائن آف کنټرول نه تر سمندر غاړې سيمو د هند د بې دليله جارحيت په ضد بهترين ځواب وركړې، لويے څښتن په معرکه حق كښې زمونږ مرسته كړې ځكه چې مونږ په حق ٶ۔ ده ووئيل پاك پوځ د روان دور د جنګي تقاضو له مخې خپل ځان هر وخت تيار ساتي، مونږ د هېواد پرمختګ او كاميابۍ لپاره د اولس٬ حکومت او پاك پوځ ترمېنځه قوي تړون ته اړتيا لرؤ٬ هند ته مو ښكاره پېغام وركړے دے چې پاکستان نه وړاندې د هند اجاره داري تسليم كړے او نه به كله تسليم كړي، ترهګري د هند كورنۍ مسئله ده كومه چې د ھغوي خپلو اقليتونو په خاص توګه مسلمانانو سره د متعصبانه او ظالمانه رويو نتيجه ده، په منطقه كښې د ترهګرو لوے سرپرست هند دے ۔ فيلډ مارشل سيد عاصم منير ووئيل د قام په حېث مونږ كله هم د هند په وړاندې سر نه دې ټيټ كړے او نه به ټيټ كړو، افغانستان زمونږ ورور ګاٶنډي او اسلامي هېواد دے او مونږ افغانستان څخه ښې اړيكې غواړو خو زمونږ د ھغوي نه هم دا يوه تقاضا ده چې ھغه دې د هند ترهګر پراکسيز فتنه الهندوستان او فتنه الخوارج له ځاې ورنه كړي۔ ده ووئيل د خپل انفرادي او سيمه ايز پېژندګلو نه پرته د پاکستانيت پېژندګلو خپله كړئ۔ ده ووئيل په هر نظام كښې كمزورۍ او مسئلې وي ستاسو دنده دا ده چې كمزورۍ او منفي قوتونه په نظام حاوي نشي٬ كوم قامونه چې خپل تاريخ هېروي د ھغوي سباٶن هم تورتم كېږي٬ د پاكستان قيصۍ او تاريخ وپېژنۍ او دا خپلې راتلونكې پېړۍ ته ورسوئ۔ فيلډ مارشل سيد عاصم منير ووئيل هېواد سره مينه او وفاداري لوړ او بنيادي شرط دے، خپل ځان كښې جرات٬ قابليت او كردار پېدا كړۍ او كه په دې كښې يو غوره كول وي نو تاسو عمر له كردار ته ترجيح وكړئ۔