د سوات سيلاب د موسمياتي فشار نتيجه ده: سينيټر شيري رحمان

اسلام آباد۔27جون(اے پی پی) د سېنېټ د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ قائمه كمېټۍ چیئرپرسن سېنېټر شیری رحمان په سوات درياب كښې په سېلابي چپه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه ٬ ځپليو كورنيو سره غمرازي او د بې دركه شوو درك لګېدو لپاره دعا كړې ده۔ د جمعې په ورځ يو بيان كښې دې ووئيل د سوات په درياب كښې د ډوب …

اسلام آباد۔27جون(اے پی پی) د سېنېټ د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ قائمه كمېټۍ چیئرپرسن سېنېټر شیری رحمان په سوات درياب كښې په سېلابي چپه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه ٬ ځپليو كورنيو سره غمرازي او د بې دركه شوو درك لګېدو لپاره دعا كړې ده۔ د جمعې په ورځ يو بيان كښې دې ووئيل د سوات په درياب كښې د ډوب شوو وګړو دړدېدلې مرګ كومه اتفاقي الميه نه بلكې دا په سوات كښې د پشكال بارانونو كښې د شدت نتيجه ده كوم چې د موسمياتي فشار د لاسه رامخې ته شوې ده۔ دې ووئيل په ګلګت بلتستان كښې د واورې ويلې كېدو او د ګليشيئر د شلېدلو پېښی رامخې ته كيږي ٬ د سندھ په شمول ټول پاكستان نزدې د 50 ډګري سېنټي ګرېډ په څير درجه حرارت سره مخ دے۔ دې ووئيل د اطلاعاتو له مخې په بېلو ځايونو كښې 70 څخه زيات كسان ګېر شوي وو په كومو كښې چې 52 بچ كړې شوې او د 6 مړي راويستلې شوي دي۔ دې ووئيل اېن ډی اېم اے دوه ورځې وړاندې سوات او قطبي سيمو لپاره هائي رسك وېدر الرټ جاري كړې ؤ۔ دې ووئيل يوازې د دفعه 144 نافذ كول د موجوده پېړۍ پېچلې خطرو مخنيوي لپاره كافي نه ده۔ سېنېټر شيري رحمان په سوچ او پالېسۍ كښې په بدلون زور راوړلو سره ووئيل مونږ له به په دې پوهېدل وي چې دا خطرې ګلوبل وارمنګ او موسمیاتی بدلون سره تړلې دي كوم چې زمونږ په قطبي سيمو كښې د ګلېشیئرز ويلې كېدو او د غېر معمولي بارانونو سبب ګرځي۔ زمونږ سمندرونه اوس زيات ګرميږي او هغه موسمي نظام اغېزمن كوي۔ دې په ميډيا زور راوړو چې هغه دې خپل كردار ترسره كولو سره ددې آفتونو بنيادي اسباب په ډاګه كړي۔ دې د موسمیاتی بدلون حوالې سره د اړوند وزارت په شمول په هره كچې د پرله پسې عملي ګامونو په پورته كولو زور راوړو دغسې چې دې ډول صورتحال څخه په سباؤن كښې بچ كېدل ممكن كړے شي۔