د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه٬ د خوراكي توكو په خاص توګه د چينو د بيعې او رسنې جاج واخستے شو

اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د خوراكي توكو په خاص توګه د چينو د بيعې او رسنې جاج اخستلو لپاره د جمعې په ورځ د فالو اپ غونډې مشري وكړه۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د نېشنل فوډ سکيورټي وزير، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوہ، د فوډ سکيورټي او صنعتونو سيکرټريز …

اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د خوراكي توكو په خاص توګه د چينو د بيعې او رسنې جاج اخستلو لپاره د جمعې په ورځ د فالو اپ غونډې مشري وكړه۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د نېشنل فوډ سکيورټي وزير، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوہ، د فوډ سکيورټي او صنعتونو سيکرټريز او نورو سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ كمېټۍ د چينو څانګې د مهمو اړخونو جاج واخستو چې پكښې د هېواد پېداوار، درآمدي ضرورتونه، د سپلائي چين کارکردګي او په مارکيټ كښې شتون شامل دے۔ کميټۍ د 0.5 ملين ټن چينو درآمد كولو اصولي منظورۍ پرېكړه هم وكړه۔ نائب وزيراعظم د صارفينو او سپلائرز دواړو د ګټو تحفظ لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو