اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د کابينې اقتصادي رابطه کمېټۍ كورنيو صارفينو لپاره د ګاز بيعې په ځاې د ساتلو پرېكړه كړې ده او صنعتونو او بجلي ګهرو لپاره د ګاز په بيعه كښې اوسطاً 10 فيصده اضافه منظوري وركړې شوې ده د دې نه علاوه بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنونو لپاره د تکنيکي ضمني ګرانټس هم منظوري وركړې شوه۔ د کابينه اقتصادي رابطه کميټۍ (اي سي سي) …
اي سي سي كورنيو صارفينو لپاره د ګاز بيعې په ځاې د ساتلو پرېكړه وكړه٬ صنعتونو او بجلي ګهرو لپاره د ګاز په بيعه كښې اوسطاً 10 فيصده اضافه منظور، بيلا بيلو وزارتونو او ډويژنونو لپاره د تکنيکي ضمني ګرانټس هم منظوري

مزید خبریں
اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د کابينې اقتصادي رابطه کمېټۍ كورنيو صارفينو لپاره د ګاز بيعې په ځاې د ساتلو پرېكړه كړې ده او صنعتونو او بجلي ګهرو لپاره د ګاز په بيعه كښې اوسطاً 10 فيصده اضافه منظوري وركړې شوې ده د دې نه علاوه بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنونو لپاره د تکنيکي ضمني ګرانټس هم منظوري وركړې شوه۔ د کابينه اقتصادي رابطه کميټۍ (اي سي سي) غونډه د جمعې په ورځ د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو سردار اويس احمد خان لغاري، علي پروېز ملك، د وزيراعظم صنعت او پېداوار لپاره خاص مرستيال هارون اختر خان او د بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنز لوړ پورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د روان مالي كال په مهال د بېلا بېلو وزارتونو اوډويژنز جاري سکيمونو او منصوبو د خرڅونو ترسره كولو لپاره د بېلا بېل تکنيکي ضمني ګرانټس جاج واخستے شو٬ اي سي سي د دفاع وزارت لپاره د نتخواه ګانو او مراعاتو ادا كولو، د ملازمينو او نورو اړوند خرڅونو او د اوسني پاك و هند جنګ شهيدانو لپاره د وزيراعظم پېکېج له مخې د واجباتو ادائيګۍ په لړ كښې د 15.839 اربه روپو د تکنيکي ضمني ګرانټ منظوري وركړه۔ د دې نه علاوه د بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنونو لپاره د تکنيکي ضمني ګرانټس هم منظوري وركړې شوه۔








