د فیلډ مارشل سید عاصم منیر د پاکستان سټريټجک او پرمختيائي مقصدونه مخ په وړاندې بوتللو له د بين الاداره جاتي همغږۍ ٬ متقابل احترام او د ګډ قومي مقصد په اهميت زور

پېنډۍ ۔27 جون(اے پی پی) چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منیر د پاکستان سټريټجک او پرمختيائي مقصدونه مخ په وړاندې بوتللو له د بين الاداره جاتي همغږۍ ٬ متقابل احترام او د ګډ قومي مقصد په اهميت زور راوړلے دے٬ ده په ځوانانو افسرانو زور راوړو چې هغوي دې قام لپاره د خپلو ذمه وارو په ترسره كولو كښې د دیانتدارۍ، پیشه ور مهارت او وطن سره …

پېنډۍ ۔27 جون(اے پی پی) چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منیر د پاکستان سټريټجک او پرمختيائي مقصدونه مخ په وړاندې بوتللو له د بين الاداره جاتي همغږۍ ٬ متقابل احترام او د ګډ قومي مقصد په اهميت زور راوړلے دے٬ ده په ځوانانو افسرانو زور راوړو چې هغوي دې قام لپاره د خپلو ذمه وارو په ترسره كولو كښې د دیانتدارۍ، پیشه ور مهارت او وطن سره د مينې عزم اعلی معيارات خپل كړي۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منیر په آرمی آډیټوریم كښې د سېشن په مهال د سول سروسز اکېډمۍ 52 م كامن ټرېننګ پروګرام (سی ټی پی) پروبېشنری افسرانو سره خبرې كولې۔ د سول سروسز اکېډمی پروبېشنری افسران د کشمیر، خېبرپښتونخوا او بلوچستان په آپرېشنل سيمو كښې د پاكستان پوځ فارمېشنز سره پېوست پاتې شول۔ دې افسرانو په بېلو خبرو اترو او دورو كښې د درې واړو خذماتو په زړه پورې تجربه ترلاسه كړه۔ په خپل خطاب كښې فیلډ مارشل سید عاصم منیر د قومي سلامتيا په تقاضو ٬ موجودہ داخلي او بهرني چېلنجونو او د سيمه ايز امن او مالي استحكام په تحفظ كښې د پاكستان د وسله والو ځواكونو د مهم كردار په شمول په ځينې نورو مهمو چارو خبرې وكړې۔ ده د پاکستان سټريټجک او پرمختيائي مقصدونه مخ په وړاندې بوتللو له د بين الاداره جاتي همغږۍ ٬ متقابل احترام او د ګډ قومي مقصد په اهميت زور راوړو۔ ۔چیف آف آرمی سټاف د رياستي حكمرانۍ په ډھانچه كښې د يوې قابلې ٬ سپېځلې او په خدمت د باور لرونكې سول بېوروكرېسي ضروري كردار په ډاګه كړو۔ ده په ځوانانو افسرانو زور راوړو چې هغوي دې قام لپاره د خپلو ذمه وارو په ترسره كولو كښې د ديانتدارۍ ٬ پېشه ور مهارت او وطن سره د مينې عزم تر ټولو اعلی معيار خپل كړي۔ د سی ټی پی ګډون كوؤنكو سینئر عسکری مشرتابه سره د رابطو او د پاك پوځ د مشرتابه اسټرېټجک وژن، آپرېشنل تیارۍ او قومي عزم او پرمختګ كښې ددې ګڼ اړخيزه مرستې په اړه د لارښودنې ترلاسه كولو موقعې برابرولو ستائنه وكړه۔ دا دوره د يو انټراېکټو سوال و جواب سيشن سره پايې ته ورسېده كومه چې د تعميري مكالمې ٬ ګډې ذمه وارۍ اود پاكستان تلپاتي پرمختګ لپاره د اجتماعي جذبې عكاسي كوي۔