چيئرمين پي پي پي بلاول بھټو زرداري او آصفه بھټو زرداري سره د برتانيه هائي کمشنر جين ميريټ وليدل

اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري او بي بي آصفه بھټو زرداري سره د برتانيه هائي کمشنر جين ميريټ په زرداري هاٶس كښې ليدلي دي ٬ د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو په وده د خيالاتو څرګندونه شوې او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي استحكام په زياتولي اتفاق شوے۔ د شورو په ورځ د پيپلز پارټۍ ميډيا سيل لخوا …

اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري او بي بي آصفه بھټو زرداري سره د برتانيه هائي کمشنر جين ميريټ په زرداري هاٶس كښې ليدلي دي ٬ د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو په وده د خيالاتو څرګندونه شوې او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي استحكام په زياتولي اتفاق شوے۔ د شورو په ورځ د پيپلز پارټۍ ميډيا سيل لخوا د جاري بيان له مخې بلاول بھټو زرداري او د برتانيه هائي کمشنر جين ميريټ ترمېنځه د هندي جارحيت نه وروستو د لندن دورې په اړه هم خبرې وشوې٬ هائي کمشنر جين ميريټ د بلاول بھټو زرداري د برتانيه دورې ستائنه وكړه٬ په دې موقع حنا رباني كهر هم موجود وه۔