ابوظهبي 25 جون (اے پي پي) د پاكستان او متحده عرب امارات د شريك وزارتي كمېشن (جے اېم سي) 12مه غونډه په ابوظهبي كښې وشوه ٬ د غونډې مشري نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار او د هغه د متحده عرب امارات خپل هم منصب شېخ عبدالله بن زيد النهيان وكړه ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د رسمي كارروائۍ …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار د يو اے اي خپل همڅنګ شيخ عبدالله بن زيد النهيان سره په ګډه د پاك-يو اے اي د وزارتي كمېشن د 12مې غونډې مشري وكړه٬ په يو شمېر څانګو كښې مرستې قوي كولو ته اتفاق

مزید خبریں
ابوظهبي 25 جون (اے پي پي) د پاكستان او متحده عرب امارات د شريك وزارتي كمېشن (جے اېم سي) 12مه غونډه په ابوظهبي كښې وشوه ٬ د غونډې مشري نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار او د هغه د متحده عرب امارات خپل هم منصب شېخ عبدالله بن زيد النهيان وكړه ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د رسمي كارروائۍ نه وړاندې د جے اېم سي د وركنګ ګروپ غونډه د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه او د متحده عرب امارات وزير مملكت احمد علي الصيغ په مشرۍ كښې وشوه٬ په جے اېم سي كښې د دوه اړخيزه اړيكو د دائره كار بشپړ جاج واخستلے شو او د تجارت، بينكنګ، كلتور، سرمايه كاري، هوا بازي، رېلوے، توان، د خوراك حفاظت، موسمياتي بدلون، دفاع، د صحت پالنې، افرادي قوت، لوړو زده كړو او په انفارميشن ټيكنالوجۍ كښې مرستې قوي كولو لپاره كوټلو ګامونو ته صلاح يوه شوه۔








