پنډی۔24جون (اے پي پي ) امنيتي ځواكونو په جنوبي وزیرستان سره روغه سيمه كښې په استخباراتي اطلاعات آپریشن کښې د هند مرسته لرونكې 11 خوارج وژلي او 7 ژوبل شوي ٬ دغسې د پاک پوځ دوه ځوانان شهيدان شول ۔ د آئي ایس پی آر نه جاری بیان تر مخه سکیورټی فورسز د جنوبي وزیرستان په سره روغه سيمه كښې په استخباراتي معلومات د ترهه ګر تنظیم فتنه الخوارج په …
د امنيتي ځواكونو جنوبي وزیرستان سر ه روغه كښې په استخباراتي اطلاعات آپریشن، د هند مرسته لرونكې 11 خوارج ووژلے شول او 7 ژوبل، د پاک پوځ دوه ځوانان شهيدان

مزید خبریں
پنډی۔24جون (اے پي پي ) امنيتي ځواكونو په جنوبي وزیرستان سره روغه سيمه كښې په استخباراتي اطلاعات آپریشن کښې د هند مرسته لرونكې 11 خوارج وژلي او 7 ژوبل شوي ٬ دغسې د پاک پوځ دوه ځوانان شهيدان شول ۔ د آئي ایس پی آر نه جاری بیان تر مخه سکیورټی فورسز د جنوبي وزیرستان په سره روغه سيمه كښې په استخباراتي معلومات د ترهه ګر تنظیم فتنه الخوارج په ضد يو موثر آپریشن وكړو ۔ دا خوارج د هند په سرپرستۍ كښې هېواد دښمنه کارروائیو كښې ككړ وو ۔آپریشن کښې سکیورټي فورسز د خوارج پټن ځايونه په کامیابۍ په نخښه كړل چې په نتيجه كښې يې 11 د هند ملاتړ لرونكې خوارج جهنم واصل شول او 7 ژوبل شول ۔ د ډزو په تبادله كښې د ضلع چکوال تعلق لرونكے د پاک پوځ بهادر افسر 37 كلنه میجر سید معیز عباس شاہ او لانس نائیک جبران اللہ عمر 27 كاله، ضلع بنوں د شهادت جام نوش كړو ۔ د میجر معیز عباس شهيد جرات او قیادت به عمر له ساتلے شي ۔ هغه په ګڼو آپریشنز كښې د خوارج په ضد په نره کردار ادا کړے ؤ ۔په سيمه كښې د نورو خوارجو ختمولو لپاره کلیئرنس آپریشن روان دے ۔ د پاکستان سکیورټی فورسز د هند مرستې څخه د روانې ترهه ګړۍ خاتمې لپاره عزم لري ځكه چې زمونږ د شهيدانو قربانۍ زموڼږ عزم له قوي کوي ۔








