د سينيټ دوهم چيئرمېن سره د اقبال ظفر جهګړا ملاقات

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان سره پخواني ګورنر او پخواني سينيټر اقبال ظفر جهګړا ملاقات كړے او د هېواد په مجموعي٬سياسي٬معاشي او امنيتي صورتحال يې د خيالاتو څرګندونه كړې۔د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري اعلاميې له مخې دواړو لارښودو موجوده حالات كښې د پارليمان موثر كردار٬جمهوري استحكام او د اولس خېرښېګړی لپاره شوې هڅې وستائېلې۔د سينيټ دوهم چيئرمېن ووئيل موجوده حكومت يو متوازن٬اولس دوسته …

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان سره پخواني ګورنر او پخواني سينيټر اقبال ظفر جهګړا ملاقات كړے او د هېواد په مجموعي٬سياسي٬معاشي او امنيتي صورتحال يې د خيالاتو څرګندونه كړې۔د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري اعلاميې له مخې دواړو لارښودو موجوده حالات كښې د پارليمان موثر كردار٬جمهوري استحكام او د اولس خېرښېګړی لپاره شوې هڅې وستائېلې۔د سينيټ دوهم چيئرمېن ووئيل موجوده حكومت يو متوازن٬اولس دوسته او پرمختيائي بجټ وړاندې كړے چې پكښې په خاص توګه غريب او متوسط طبقې ته رېليف وركولې شي۔سينيټر اقبال ظفر جهګړا ووئيل معاشي خود كفالت٬سپيځلتيا او د كفايت شعارۍ په اصول عملدرآمد د وخت مهم ضرورت دے۔ده بلوچستان٬پخوانۍ فاټا او پسمانده سيمو پرمختګ قامي ترجيح ګرځولو سره ووئېل په دې سيمو كښې بنيادي آسانۍ وركول ٬ د روزګار موقعې او د امنيت ښه والي لپاره خاص پيكجز ترتيبول پكار دي۔دواړو لارښودو په دې خبره زور راوړو چې د بلوچستان لپاره پرمختګ٬قامي يو والے او امن او استحكام ضرورې دے