اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان په سي پېك پروژو عملدرآمد لپاره د چين سره په ګډه كار جاري ساتلو له عزم لري٬د چين لخوا مالي او اقتصادي مرستې څخه د پاكستان معيشت ته مستحكمېدو له مرسته ترلاسه شوې چې په نتيجه كښې يې د هېواد ميكرو اكنامك آؤټ لك كښې ښه والے راغلے۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا …
پاكستان په سي پېك پروژو عملدرآمد لپاره د چين سره په ګډه كارجاري ساتلو عزم لري۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين سفير سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان په سي پېك پروژو عملدرآمد لپاره د چين سره په ګډه كار جاري ساتلو له عزم لري٬د چين لخوا مالي او اقتصادي مرستې څخه د پاكستان معيشت ته مستحكمېدو له مرسته ترلاسه شوې چې په نتيجه كښې يې د هېواد ميكرو اكنامك آؤټ لك كښې ښه والے راغلے۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو خرګندونه وزيراعظم پاكستان كښې د چين سفير جيانګ زيډونګ سره په خبرو كښې كړې چا چې هغه سره ملاقات كولو۔وزيريراعظم د چين صدر شي جن پنګ او د چين وزيراعظم لي كيانګ لپاره او راتلونكې ايس سي او سر مشريزې غونډې كاميابولوله د نيكو هيلو خرګندونه وكړه ۔ده سر سرمشريزې غونډه كښې ګډون لپاره د خپلې چين دورې په اړه د دواړو هېوادونو د روان مشاورت هم ذكر وكړو ۔وزيراعظم د پاكستان او چين ترمينځه د تاريخي٬ژورې او فولادي”آل ويدراسټريټجك كوآپريټو پارټنرشپ”ذكر كولو سره وئېلي دي پاكستان د سي پېك روانو پروژو كامياب نفاذ لپاره چين سره به ګډه كار جاري ساتلو له عزم لري۔په دې لړ كښې ده د مهمو پروژو پشمول كے كے ايچ٬ايم ايل –ون او ګوادر پورټ كوآپرېشنل كولو سره سره د كركيلې٬صنعت او آئي ټي په څانګو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه په مرسته رڼا واچوله۔وزيراعظم د چين لخوا مالي او اقتصادي مرستې لپاره د پاكستان د زړه نه دوست هېواد چين ستائنه وكړه كوم څخه چې د پاكستان معيشت مستحكم كولو له مرسته ترلاسه شوې او د دې په نتيجه كښې د هېواد ميكرو اكنامك آؤټ لك كښې ښه والے راغلے۔ده ووئيل دا د حكومت سماجي او اقتصادي پرمختګ ايجنډې لپاره مهم دے۔ د ملاقات په مهال د سيمه ايزې سلامتيا صورتحال په خاص توګه د ايران اسرائيل شخړه كښې په اوسني پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د چين سفير د خبرو او سفارت كارۍ د لارې د ب حران پرامن حل لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل پشمول په هر سفارتي فورم د پاكستان فعاله او مثبت كردار ستائنه وكړه ۔د چين سفير جيانګ زيډونګ وزيراعظم د پاك چين دوه اړخيزه مرستې د بېلو اړخونو نه خبر كړو ۔ هغه ووئېل د اګست 2025 په آخر كښې د وزيراعظم د چين كاميابې دورې باوري كولو لپاره چمتوالے نيولے كېږي








