اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د سيفران او كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر امير مقام سيمه ايز امن او د استحكام ودې لپاره د هېواد د عزم پخلې كولو سره وئېلي دي پاكستان د غزه بحران او ايران اسرائيل په شخړه اصولي دريځ برقرار ساتلے دے٬د سيمه ايز امن لپاره به كردار ادا كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په …
پاكستان د غزه بحران او ايران اسرائيل په شخړه اصولي دريځ برقرار ساتلے ٬ سيمه ايز امن لپاره به كردار ادا كوو۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د سيفران او كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر امير مقام سيمه ايز امن او د استحكام ودې لپاره د هېواد د عزم پخلې كولو سره وئېلي دي پاكستان د غزه بحران او ايران اسرائيل په شخړه اصولي دريځ برقرار ساتلے دے٬د سيمه ايز امن لپاره به كردار ادا كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د پېښور هائي كورټ بار اېسوسي اېشن سيوري لاندې راجوړې كړې دستورې ته د وينا كولو په مهال وكړه ۔انجينئر امير مقام د ايران او اسرائيل ترمينځه د اوسني جنګ پیل كولو او غزه فلسطين كښې د سنګين ظلمونو په ارتكاب په اسرائيل تنقيد وكړو ۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان د غزه بحران او ايران اسرائيل په شخړه يو اصولي دريځ برقرار ساتلے كوم چې په پراخه پيمانه ستائېلے شوے۔ده د هېواد وسله والو ځواكونو سرلښكر فيلډ مارشل جنرل عاصم منير ته د آپرېشن بنيان مرصوص په مهال په پرېكنده اقدامات پيرزوئنې وړاندې كړی چا چې د دښمن غزائم خاورې كړل ۔انجينئر امير مقام د حكومت معاشي او مالياتي كاميابۍ رامخې ته كولو سره ووئېل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې پاكستان د ممكنه اقتصادي ديواليه كېدو څخه بچ كړے شو۔وفاقي وزير د پېښور هائي كورټ بار اېسوسي اېشن او وكيلانو ورورولۍ په كال 2007 كښې د عدليې بحالۍ كښې د تاريخي كردار او سائلين ته په سمدستي انصاف وركولو كښې د پرله پسې خذمات ستائنه وكړه ۔ده ټاكلې بار كابينې موده د يو كال نه د دوو كولو تجويز وركړو دغسې چې د اقدامات ښه تسلسل او نفاذ باوري كړے شي۔د خپلې وېنا په اختتام وفاقي وزير انجينئر امير مقام د پېښور هائي كورټ بار اېسوسي اېشن لپاره د 10 ملينه روپو ګرانټ اعلان وكړو او دې تاريخي بار ته خطاب لپاره يې د وزيراعظم محمد شهباز شريف دورې انتظام كولو هم وعده وكړه۔د دې څخه وړاندې د پېښور هائي كورټ بار اېسوسي اېشن صدر او غړو دپه راتګ د وفاقي وزير تود هركلے وكړو








