د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر په مشرۍ كښې غونډه٬ په آټو پالېسۍ او نورو چارو غور

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د وزيراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې اسلام آباد كښې د كار ډيلرز امپورټرز اېسوسي اېشن مهمه غونډه وشوه چې پكښې په آټو پالېسي 2026 ٬ درآمدات او برآمدات او اضافي كسټم ډيوټيز پشمول په ځينې مهمو چارو غور كړوكړے شو ۔خاص مرستيال د كار ډيلرز امپورټرز اېسوسي اېشن پاليسي ساز كښې مهم سټيك هولډرز وګرځول۔ده ښكاره …

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د وزيراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې اسلام آباد كښې د كار ډيلرز امپورټرز اېسوسي اېشن مهمه غونډه وشوه چې پكښې په آټو پالېسي 2026 ٬ درآمدات او برآمدات او اضافي كسټم ډيوټيز پشمول په ځينې مهمو چارو غور كړوكړے شو ۔خاص مرستيال د كار ډيلرز امپورټرز اېسوسي اېشن پاليسي ساز كښې مهم سټيك هولډرز وګرځول۔ده ښكاره كړه چې د وزيراعظم وژن د ګاډو درآمد لپاره يو آزاد او په مقابله اډانه نظام ته وده وركول دي۔ده ووئيل د كارولے شوو ګاډو د درآمد معيار باوري كولو لپاره به حكومت رجسټرېشن او سرټيفيكېشن لازمي جوړوي۔ د ماحول دوسته ټرانسپورټ منتقلي رامخې ته كولو سره هارون اختر ووئېل پاكستان اوس د پټرول ګاډو څخه جديد ماحول دوسته متبادل ګاډو پلو روان دے ٬د وزيراعظم هدايات له مخې حكومت د قامي اليكټرك وهيكل (اين اي وي)پالېسي 2025 -2030 معارفي كړې ٬ د دې پاليسۍ له مخې د پاكستان هدف دے چې تر 2030 به 22 لكه ګاډي اليكټرك شي۔هارون اختر ايسوسي اېشن ته باور وركړو چې حكومت به ستاسو د تجاويز په غور سره جاج اخلي او بشپړه مرسته به كوي۔