اسلام آباد٬ د سعودي شوریٰ كونسل پلاوي د قامي اسمبلۍ د غونډې كاروائي وكتله

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په بلنه د پاكستان په دوره راغلې د سعودي شوریٰ كونسل پلاوي د قامي اسمبلۍ د غونډې كاروائي كتلهې ده ۔د نهې په ورځ د مېلمنو ګيلرۍ ته په راتګ د قامي اسمبلۍ سپيكر د پلاوي مشر ميجر جنرل(ر)ډاكټر عبدالرحمان بن سنهت الحربی پشمول د نورو غړو تعارف وكړو او په راتګ يې د هغوي خاص مننه …

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په بلنه د پاكستان په دوره راغلې د سعودي شوریٰ كونسل پلاوي د قامي اسمبلۍ د غونډې كاروائي كتلهې ده ۔د نهې په ورځ د مېلمنو ګيلرۍ ته په راتګ د قامي اسمبلۍ سپيكر د پلاوي مشر ميجر جنرل(ر)ډاكټر عبدالرحمان بن سنهت الحربی پشمول د نورو غړو تعارف وكړو او په راتګ يې د هغوي خاص مننه وكړه۔د قامي اسمبلۍ غړو په ميزونو ډبولو د هغوي تود هركلے وكړو۔په دې موقع قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب خان ووئيل د پاكستان او سعودي عرب مستحكمې اړيكې عمرر له په ورورولۍ او شريك احترام اډانه پاتې شوي٬سعودي عرب په هر سخت وخت كښې تل د پاكستان مرسته كړې۔ده ووئيل زمونږ زړونه د سعودي وروڼو لپاره درزيږي٬مونږ يو قام يو٬مونږ چې خانه كعبه او روضه رسول(ص) ته حاضريږو نو زمونږ ښه خذمت كيږي۔ده ووئيل مونږ به ټول عمر د خپل ورور اسلامي هېواد سعودي عرب مننه كوو