اسلام آباد ۔ 20 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سنېټر اسحاق ډار د پاكستان سټيل ملز په ځائے د كراچۍ انډسټريل پارك جوړولو د وړاندېزونو جاج اغستو لپاره د جوړې كمېټۍ مشري وكړه۔ د جمعې په ورځ د نائب وزيراعظم آفس نه جاري بيان تر مخه غونډه كښې د نېشنل فوډ سكيورټي وزير ٬ د وزيراعظم خاص معاون طارق باجوه نه علاوه د سپېشل فېسلي ټېشن …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه٬ د كراچۍ انډسټريل پارك جوړولو د وړاندېزونو جاج واغستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 20 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سنېټر اسحاق ډار د پاكستان سټيل ملز په ځائے د كراچۍ انډسټريل پارك جوړولو د وړاندېزونو جاج اغستو لپاره د جوړې كمېټۍ مشري وكړه۔ د جمعې په ورځ د نائب وزيراعظم آفس نه جاري بيان تر مخه غونډه كښې د نېشنل فوډ سكيورټي وزير ٬ د وزيراعظم خاص معاون طارق باجوه نه علاوه د سپېشل فېسلي ټېشن كونسل (ايس آئې ايف سي) د صنعت او بورډ آف انوېسټمنټ وزارت چارواكو ګدون وكړو۔ غونډه كښې د سائټ به يو جديد صنعتي مركز بدلولو غور وشو۔ نائب وزيراعظم د صنعتي پاكس جوړولو كار تندولو په ضرورت زور راوړو او د ځايي او غېر ملكي سركايه كارۍ ودې لپاره يې د نړيوال معيار اهميت رامخې ته كړو۔ ده د برآمدات تر مخه د صنعتي پرمختګ ودې لپاره ټول هېواد كښې د كاروبار جوړ ماحول ودې لپاره د حكومت د كلك عزم پخلے وكړو۔










