اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په هېواد كښې د جعلي داروګانو د ناوړه كاروبار مخنيوي لپاره د جديد ټېكنالوجۍ كارولو امر سره وئيلي دي د اعليٰ معيار په طبي تعليم به هېڅ ډول سمجهوته نه قبوله نه كړٶ٬ ګرد هېواد كښې اولس ته د صحت ښه سهولتونه وركولو ته حكومت پاملرنه كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د …
وزيراعظم په هېواد كښې د جعلي داروګانو د ناوړه كاروبار مخنيوي لپاره د جديد ټېكنالوجۍ كارولو امر وكړو ، اولس ته د صحت ښې سهولتونه وركولو ته حكومت پاملرنه كوي۔ شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په هېواد كښې د جعلي داروګانو د ناوړه كاروبار مخنيوي لپاره د جديد ټېكنالوجۍ كارولو امر سره وئيلي دي د اعليٰ معيار په طبي تعليم به هېڅ ډول سمجهوته نه قبوله نه كړٶ٬ ګرد هېواد كښې اولس ته د صحت ښه سهولتونه وركولو ته حكومت پاملرنه كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د زيارت په ورځ د وزيراعظم په مشرۍ كښې د روغتيا قامي وزارت چارو په اړه غونډه شوې۔ وزيراعظم د روغتيا په څانګه كښې تل پاتې اصلاحات لپاره په اقدامات كولو د وفاقي وزير سيد مصطفي کمال په فعاله قيادت كښې د وزارت د كاركردګۍ ستائنه كولو سره ووئيل ګرد هېواد كښې اولس ته د صحت بهترين سهولتونه وركولو ته حكومت وړومبۍ پام بلرنه كوي ، په اسلام آباد كښې د صحت سهولتونو لپاره رفاحي ادارو او نجي څانګې سره د اشتراك لائحه دې وړاندې كړې شي۔ وزيراعظم د پاکستان فارما کمپنيو د صحت نړيوالې ادارې سره د ايکريډيټيشن كولو د ډاډګيرنې كولو امر سره ووئيل د صحت نړيوالې ادارې سره ايکريډيټيشن كولو سره به د پاكستان د داروګانو معيار ښه شي او د دې داروګانو د برامد كولو موقعې به زياتې شي۔ وزيراعظم پاکستان ميډيکل کالجز كښې معياري تعليم باوري كولو لپاره د کالجز د تھرډ پارټي ويليډيشن امر كولو سره ووئيل په پاکستان كښې د نرسنګ څانګې دې جامع جاج واخستلې شي٬ په دې څانګه كښې د اصلاحات په نفاذ كښې به سياسي مداخله نه برداشت كوٶ۔ په غونده كښې وزيراعظم د صحت څانګې پرمختګ كښې د رامخې ته خنډان نه خبر كړے شو او د دې تل پاتې حل په اړه ېې سفارشات وړاندې كړل٬ د بريفنګ په مهال ووئيل شول داروګان او د طبي آلات رجسټريشن ټول پراٶنه به د راتلونكې مياشتې تر پائې په بشپړه توګه ډيجيټائز كړې شي٬ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د طبي آلاتو او داروګانو د رجسټريشن وخت د يو كال نه درې مياشتې كړے شوے ، اسلام آباد كښې د نوو جوړو بيسك هيلتھ يونټس، ريجنل بلډ سينټر او د آئيسوليشن هاسپټل اينډ انفيکشن ټريټمنټ سينټر (آئي اېچ آئي ټي سي) د شتمندو په مرسته استعمالولو لپاره په منصوبه كار روان دے۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو سيد مصطفيٰ کمال، احسن اقبال٬ احد خان چيمه، د صحت وزير مملکت ډاکټر مختار احمد بھرتھ او د اړوندو ادارو چارواكو ګډون وكړو۔










