اسلام آباد۔5جون (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق حجاج كرام ته د عرفې ورځې مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د حج فريضه ادا كول د پاك پروردګار لوے انعام دے كوم چې د ګردې نړۍ مسلمانانو لپاره يو ځايې كښې د جمع كېدو موقع برابروي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د مباركۍ خپل پېغام كښې ووئيل چې د حج فريضه د يو والي او اتحاد ځانګړے …
د سپيكر سردار اياز صادق حجاج كرام ته د عرفې ورځې مباركي
اسلام آباد۔5جون (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق حجاج كرام ته د عرفې ورځې مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د حج فريضه ادا كول د پاك پروردګار لوے انعام دے كوم چې د ګردې نړۍ مسلمانانو لپاره يو ځايې كښې د جمع كېدو موقع برابروي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د مباركۍ خپل پېغام كښې ووئيل چې د حج فريضه د يو والي او اتحاد ځانګړے مثال دے ٬ د حج موقع مونږ ته په خپلو صفونو كښې د اتحاد او يو والي پېدا كولو پېغام راكوي۔ ده ووئيل حج روحاني سفر دے كوم چې بنده خپل پروردګار ته نزدے كوي۔ حجاج كرام خپله خوښه د خپل پروردګار په خوښه او رضا قربانوي٬ د ابراهيم علېه السلام سنت اسلامي نړۍ لپاره د لارې مشال دے۔ سپيكر د حج 2025 په زړه پورې انتظاماتو سعودي حكومت ته هم مباركي وركړه۔ ده دعا وكړه چې پاك پرورګار دے د ټولو حاجيانو صاحبانو عبادات او قرباني قبوله كړي۔ ده ووئيل د حج په دې عظيمه موقع به اسلامي نړۍ له فلسطيني او كشميري مظلوم مسلمانان ياد ساتل وي۔ ده ووئيل اسلامي نړۍ ته اپيل كوم چې هغه د كشمير او فلسطين مظلوم مسلمانانو آزادۍ لپاره دعا وكړي۔ ده ووئيل په دې موقع د اسلامي نړۍ يو والي له لاس په دعا يم۔












