اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال وئيلي دي چې د پاکستان فارما انډسټري بلها صلاحيت لري٬ برآمدات زياتولو لپاره او د فارماسيوټيکل صنعت په ځائي كچه ترقۍ او خود انحصارۍ لپاره دې بشپړه اقدامات وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاکستان فارماسيوټيکل مينوفيکچررز ايسوسي ايشن پلاوي سره وكړې چا چې دوي سره د شورو په ورځ ليدلي۔ په دې موقع د …
د پاکستان فارما انډسټري بلها صلاحيت لري٬ برآمدات زياتولو لپاره دې موثره اقدامات وكړې شي۔ وفاقي وزير مصطفیٰ کمال
اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال وئيلي دي چې د پاکستان فارما انډسټري بلها صلاحيت لري٬ برآمدات زياتولو لپاره او د فارماسيوټيکل صنعت په ځائي كچه ترقۍ او خود انحصارۍ لپاره دې بشپړه اقدامات وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاکستان فارماسيوټيکل مينوفيکچررز ايسوسي ايشن پلاوي سره وكړې چا چې دوي سره د شورو په ورځ ليدلي۔ په دې موقع د ځائي پېداوار تيارۍ او برآمدي موقعو په ډرګ رولز كښې د اصلاحاتو جاج هم واخستې شو او د ايکټو فارماسيوټيکل انګريډينټس (APIs) د ځائي پېداور چارو په اړه تفصيلي خبرې اترې هم وشوې۔ په دې موقع دهېلت ايډيشنل سيکرټري او د ډرېپ چيف ايګزيکټو آفيسر هم موجود ٶ












