اسلام آباد 04 جون(اے پی پی)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئېلي دي چې حكومت د 9000 ميګاواټ ګرانې او غېر ضروري پروژې ختمې كړې كومې چې د برېښنا په نظام بوج جوړيږي٬حكومت كوم هم مصرف يا كاروبار ته د زيان رسولو اراده نه لري٬ ټولې پريكړې د هېواد په ګټه كښې او د توان نظام اوږدې مودې لپاره پائيداري نظر كښې نيولو سره كوو۔ د دې …
حكومت د 9000 ميګاواټ ګرانې او غير ضروري پروژې ختمې كړې٬ټولې پريكړې د هېواد په ګټه كښې او د توان نظام اوږدې مودې لپاره پائيداري نظر كښې نيولو سره كوو: سردار اويس احمد خان لغاري
اسلام آباد 04 جون(اے پی پی)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئېلي دي چې حكومت د 9000 ميګاواټ ګرانې او غېر ضروري پروژې ختمې كړې كومې چې د برېښنا په نظام بوج جوړيږي٬حكومت كوم هم مصرف يا كاروبار ته د زيان رسولو اراده نه لري٬ ټولې پريكړې د هېواد په ګټه كښې او د توان نظام اوږدې مودې لپاره پائيداري نظر كښې نيولو سره كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پرائيويټ پاور اېنډ انفراسټركچر بورډ(پي پي آئي بي)كښې نيټ ميټرنګ څخه نيټ بلنګ نظام ته د منتقلۍ په اړه مشاورتي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په غونډه كښې سولر انډسټري سره تړون لرونكو پوهانو٬ اړوند سركاري ادارو٬صوبائي حكومتونو او نورو سټيك هولډرز ګډون وكړو۔د توان وفاقي وزير ووئيل چې حكومت نيټ ميټرنګ نه ختموي بلكې د دې موجوده طريقه كار يو مؤثر٬سپيځلې او پائيدار ماډل كښې په بدلولو غور كوي۔اويس لغاري ووئيل چې 18-2017 كښې ما پخپله نيټ ميټرنګ معارفي كولو كښې مهم كردار ادا كړې او هغه مهال دا نظام ابتدائي پړاؤ كښې و٬اوس چې كله د نيټ ميټرنګ دائره پراخا شوه٬د دې په ګرډ جدي اثرات مرتب كيږي چې په وخت يې مخ نيوې ضرورې دې۔وفاقي وزير ووئيل چې حكومت كوم هم مصرف يا كاروبار ته د زيان رسولو ارادنه لري بلكې ټولې پريكړې د هېواد ګټې او د توان نظام اوږدې مودې پائيداري نظر كښې نيولو سره كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې نيټ ميټرنګ صارفينو لپاره پے بيك پيريډ كه چرې تقريبا درې كال يا دې څخه كم وي نو دا كومې هم سرمايه كارۍ لپاره مناسبه موده ده۔ كه چرې يو صارف 40 فيصد بجلي پخپله استعمالوي نو درې كاله كښې رقم بيرته وركول د قبلولو وړ تجارتي ماډل دے۔دا اصلاحات يو ښه٬متوازن او پائيدار نظام پلو پيش قدمي ده۔د غونډې په مهال د توان وفاقي وزير په هېواد كښې د روان توان اصلاحات بشپړه خاكه وړاندې كړه۔












