پاکستان هند له په عسكري ميدان او سفارتي محاذ موثره او بشپړه ماتې وركړې، د هند بيانيه په هر محاذ ماتې سره مخ پاتې شوې: وفاقي وزير عطاء تارړ

اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې پاکستان هند له په عسكري مېدان٬ د بيانيې جنګ كښې او په سفارتي محاذ موثره او په بشپړه ډول ماتې وركړې، وزيراعظم شهباز شريف په سفارتي محاذ د پاکستان موقف په بشپړه ډول وړاندې كړې، د پاکستان ميډيا حقائقو سره ذمه وار صحافت كړے او د هند ميډيا د فېك نيوز او …

اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې پاکستان هند له په عسكري مېدان٬ د بيانيې جنګ كښې او په سفارتي محاذ موثره او په بشپړه ډول ماتې وركړې، وزيراعظم شهباز شريف په سفارتي محاذ د پاکستان موقف په بشپړه ډول وړاندې كړې، د پاکستان ميډيا حقائقو سره ذمه وار صحافت كړے او د هند ميډيا د فېك نيوز او د دروغو سهارا اخستې، په كړكېچن صورتحال كښې د پاکستان قام د مثالي يووالي څرګندونه كړې٬ د هند بيانيې ته په هر محاذ ماتې شوې٬ هند خپل شرم پټولو لپاره د دروغو په بنسټ پروپېګنډه كوي۔ د شورو په ورځ په پي ټي وي هېډكوارټرز كښې د پرېس كنفرنس په مهال وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم په سفارتي محاذ د پاکستان موقف موثره او جرات سره نړۍ ته وړاندې كړې٬ نائب وزيراعظم او د ھغه ډلې هم اخلاص سره كار كړے٬ پاكستان د هندي يرغل په ذمه وارۍ سره ځواب وركولو سره په نړيواله كچه د يو سنجيده رياست تاثر وركړې۔ وفاقي وزير ووئيل د هند ميډيا د فېك نيوز او د دروغو سهارا اخستې٬ تر دې چې هند په لاهور كښې بندرځائ جوړ كړو خو د پاكستان ميډيا د قامي مفاداتو تحفظ كولو سره د ذمه وار صحافت مثال جوړ كړې٬په دې سفارتي او د بيانيه په جنګ كښې په نړيواله كچې پاكستان ته كاميابي ترلاسه شوې چې پكښې وزيراعظم، نائب وزيراعظم، سفارتي ډله، ميډيا هائوسز، اينکرز او د خبريالانو كردار كليدي دے۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان د ذمه وار رياست په توګه رسپانس كړے٬ د فيلډ مارشل سيد عاصم منير مشرۍ او وار ستراتېژي هند په هر محاذ په شا تنبولو مجبور كړے۔ ده ووئيل “معرکه حق” او “آپريشن بنيان مرصوص” به په تاريخ كښې په زرينو ټكو كښې ياد ساتلے شي۔ عطاء تارړ ووئيل په كړكېچن صورتحال كښې چې پاكستان د كوم اتحاد او يووالي څرګندونه كړې ھغه مثالي وه۔ وفاقي وزير ووئيل هند په بلوچستان كښې د ترهګرۍ په كارروائيو كښې نېغ په نېغه ككړ دے٬ د هندي نيوي حاضر سروس افسر کلبھوشن ياديو د دې واضح مثال دے٬ د هند د ترهګرۍ هلې ځلې د پاكستان پشمول كاناډا، امريکا او تر آسټراليا خپرې دي او دا د هند د خارجه پاليسۍ برخه جوړه شوې ده۔ ده ووئيل کلبھوشن ياديو په فرضي نوم خپل ځان بزنس مېن څرګندولو سره په بلوچستان كښې د ترهګرۍ په كارروائيو كښې ملوث ٶ او دې بلوچستان څخه نيولے شوے ؤ٬ فتنة الهندوستان په بلوچستان كښې د ترهګرۍ كارروائيو لپاره فنډنګ كوي خو پاك پوځ د هر ډول ترهګرۍ ختمولو عزم لري ۔ وفاقي وزير ووئيل مودي،هندي سياست مدار، حکومتي عهدېدار او وزيران خپلو تقريرونو كښې د بلوچستان ذكر ولې كوي؟ ده ووئيل فتنة الهندوستان په بلوچستان كښې د ترهګرۍ كارروائيو له نه يوازې فنډنګ كوي بلكې وسله هم وركوي او په يو شمېر كارروائيو كښې د دوي هينډلرز ملوث وي۔ وفاقي وزير ووئيل پاك پوځ د فتنة الهندوستان په ښه ډول مقابله كوي٬ ترهګر وژني۔ ده ووئيل نريندر مودي په كال 1971 كښې د مكتيباهني د ملاتړ اعتراف وكړو۔ دوي تل د پراکسيز د لارې خپل جنګونه كړي۔ ده ووئيل د فتنة الهندوستان له مخې هند په پاكستان كښې د عدم استحكام د پېدا كولو سازشونو كښې ككړ دے٬ د دوي دا خوب به كله رښتيا نشي۔ ده ووئيل يو موټې ترهګر د پاكستان هېڅ نشي كولې٬ د فتنة الهندوستان خاتمه به ضرور كېږي او په بلوچستان كښې به امن په ځاې كولې شي۔ ده ووئيل د جعفر ايکسپريس په پېښه كښې د هندي ميډيا كردار او د ترهګرو كورېج نړۍ ته د دوي اېجنډا بې نقابه كوي۔ ده ووئيل د هندي په ټي وي چينلز د فتنة الهندوستان د ترهګرو مركې چلولې كېدې څوك چې د جعفر ايکسپريس پېښې ذمه وار ٶ٬ د هند په ميډيا پټلۍ په هوا كښې ښودلې شوې، دغه فوټيج د پاکستان نه وړاندې په هند كښې آن ايئر شوې د دې هر څه نه دا برېښي چې هند په بلوچستان كښې د ترهګرۍ په پېښو كښې ملوث دے۔ ده ووئيل د جعفر اېکسپرېس په پېښه هند كښې جشن لمانځلې شوې٬ په خضدار كښې بې ګناه وګړي په نښه كړې شول٬ د هند په ترهګرۍ اډانه پاليسۍ به نه چلېږي٬ فتنة الهندوستان به بلوچستان څخه ضرور ختمولې شي۔ ده ووئيل پاکستان د پهلګام پېښې د غېر جانبدار او سپېځلو نړيوالو تحقيقاتو وړاندېز كړې كوم څخه چې هند په شا شوې۔ ده ووئيل بلوچستان د پاکستان لائف لائن دے، بلوچستان كښې د امن٬ پرمختګ او سوكالۍ سفر به په هر قيمت مخ په وړاندې روان ساتلے شي او فتنة الهندوستان ختمولو سره به پاكستان تل پاتي امن پلو بوتللے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې پلاوي د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل، د عمومي اسمبلۍ صدر، چين، امريکا، برتانيه او د روسيه نمائندګانو او تھنك ټينکس سره اهم ملاقاتونه كړي۔ ده ووئيل د نړۍ په هر فورم د پلاويو د لارې په بشپړه توګه دا خبره كوٶ چې د هند د “سټېټ سپانسرډ ټيررازم” واضح ثبوت موجود دے۔ ده ووئيل پاكستان به د هند بې لارې كوٶنكې پروپېګنډه په هره كچه ناكامه كوي او په منطقه كښې به امن باوري كولې شي۔

مزید خبریں