اسلام آباد۔4 جون (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق په شمالی وزیرستان كښې د فتنة الخوارج په ضد په كامياب آپرېشن كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د شورؤ په ورځ خپل پېغام كښې ده د كارروائيو په مهال د فتنة الخوارج د 14 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ستائنه كولو سره ووئيل د امنيتي ځواكونو پېشه ور صلاحيتونه د وياړ …
د سردار اياز صادق په شمالي وزيرستان كښې د فتنة الخوارج په ضد په كامياب آپريشن امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔4 جون (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق په شمالی وزیرستان كښې د فتنة الخوارج په ضد په كامياب آپرېشن كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د شورؤ په ورځ خپل پېغام كښې ده د كارروائيو په مهال د فتنة الخوارج د 14 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ستائنه كولو سره ووئيل د امنيتي ځواكونو پېشه ور صلاحيتونه د وياړ وړ دي۔ هېواد څخه د ترهګرۍ بشپړه خاتمې پورې به د فتنة الخوارج په ضد جنګ روان وي۔ ده ووئيل د فتنة الخوارج ختمولو لپاره ټول قام پاك پوځ سره يو برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل د پاكستان وسله وال ځواكونه به د قام په مرسته د فتنة الخوارج ناپاك ارادې ناكامه كولو كښې ضرور كامياب شي










