اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د حج ركن اعظم وقوف عرفه (نن) د زيارت په ورځ ادا كېږي٬ يو لك 15 زره نه د زيات پاكستاني حج كوونكو پشمول به د لكهونو په شمېر مسلمانان د حج سعادت ترلاسه كوي٬ په مكة المكرمة كښې ګردې نړۍ څخه راغلې ټول حج كوونكي به (نن) د شورو په ورځ منٰی ته ځي٬ په منیٰ كښې يو ورځ پاتې كېدو نه …
د حج ركن اعظم وقوف عرفه (نن) ادا كيږي

مزید خبریں
اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د حج ركن اعظم وقوف عرفه (نن) د زيارت په ورځ ادا كېږي٬ يو لك 15 زره نه د زيات پاكستاني حج كوونكو پشمول به د لكهونو په شمېر مسلمانان د حج سعادت ترلاسه كوي٬ په مكة المكرمة كښې ګردې نړۍ څخه راغلې ټول حج كوونكي به (نن) د شورو په ورځ منٰی ته ځي٬ په منیٰ كښې يو ورځ پاتې كېدو نه وروسته به د دوئي د زيارت په ورځ په 9مه ذوالحجه د حج فريضه ادا كولو لپاره د سهار لمونځ نه وروسته د عرفات مېدان ته ځي٬ په مسجد نمریٰ كښې به د حج خطبه اوري او دغې څخه وروسته به د ماسپخين او مازيګر لمونځ كوي٬ د مازيګر او ماښام ترمېنځه به وقوف عرفه وي په دې موقع به حاجيان د پاك پروردګار په حضور كښې په چغو چغو ژړا كولو سره دعاګانې غواړي، د لمر له پرېوتو وروسته به د ماښام لمونځ ادا كولو نه غېر مزدلفه ته روانېږي چرته چې به د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په يو ځاې ادا كوي، شپه په ښكاره مېدان تېرولو څخه وروسته به د سهار لمونځ ادا كوي او لمر ختلو سره به په منی كښې خپلو خېمو ته ستنېږي٬ په وړومبۍ ورځ د شېطان په كاڼو ويشتلو نه وروسته به قرباني كولو سره سرونه خروي او احرام به پرانځي۔ دغسې په دوېمه او درېمه ورځ به هم شېطان په كاڼو ولي، په دې مهال به حاجيان طواف زيارت لپاره مسجد الحرام ته ځي وروسته به حاجيان مكة المكرمه كښې خپلو استوګنو ته ستنېږي۔










