د ماشومانو په استحصال كښې ككړ لوے نېټ ورك نيولې شوې٬ د نړيوال ګېنګ مشر د الماني وګړي نيولو لپاره اقدامات كوٶ۔ د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوھدري د سائبر كرائم ډائريکټر جنرل سره په ګډه خبري كنفرنس

اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوھدري وئيلي دي چې د ماشومانو په استحصال كښې ككړ لوے نېټ ورك نيولې شوې٬ د نړيوال ګېنګ د المان مشر نيولو لپاره اقدامات كوٶ٬ په هره ضلع كښې د سائبر كرائم دفتر جوړول غواړو او سوشل ميډيا بايد ريګوليټ كوٶ٬ د جديد تقاضا سره به ځان سمول وي۔ د نهې په ورځ د سائبر كرائم ډائريکټر …

اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوھدري وئيلي دي چې د ماشومانو په استحصال كښې ككړ لوے نېټ ورك نيولې شوې٬ د نړيوال ګېنګ د المان مشر نيولو لپاره اقدامات كوٶ٬ په هره ضلع كښې د سائبر كرائم دفتر جوړول غواړو او سوشل ميډيا بايد ريګوليټ كوٶ٬ د جديد تقاضا سره به ځان سمول وي۔ د نهې په ورځ د سائبر كرائم ډائريکټر جنرل وقار الدين سيد سره د ګډې خبري كنفرنس ته د وېنا په مهال طلال چوھدري ووئيل د حكومت د پيكا اېكټ مقصد د يو خبريال غږ غلې كولو لپاره نه دے٬ پيكا د وخت تقاضا ده، مونږ سوشل ميډيا ريګوليټ كول غواړو٬ په هېڅ صورت كښې د دې بندول يا د چا آواز غلې كول زمونږ مقصد نه دے۔ ده ووئيل د پاك و هند په جنګ كښې بهر څخه چې هندي پراکسيز كوم كمپائن چلولې په ھغې كښې ډېر په كاميابۍ سره د خلقو شناخت شوے دے۔ ده ووئيل پاکستان يو نړيوال ګېنګ چې مشر ئي د المان وګړے دے٬ د ماشومانو جنسي استحصال كوي٬ ھغه هلته يو كوچنې كلب جوړ كړې ٶ چې پكښې به د شپږ كالو نه تر لس كالو ماشومانو ته بېلا بېل ګېمز او نور څيزونه ښودل كېدل٬ هلته به د بې وځله كورنيو ماشومان بللے كېدل٬ وړومبې به دوي ته پېسې وركولې كېدې او بيا به بلېك مېل كولو سره د دوي جنسي استحصال كېدو، د دوي ويډيوز به په ډارك وېب په زرګونو ډالرو هره ورځ خرڅېدې٬ دا وېډيوز چې چا په نړيواله كچې خرڅولې ھغه د المان وګړے دے، مونږ ھغه ته رسنې لپاره چې كومې هم قانوني طريقې دې اختيارٶ۔ ده ووئيل تقريبا 50 ماشومان ځپلې شوې دي٬ د ھغه ځائ څخه چې كوم ماشومان برامد شوي ھغې كښې شپږ چائلډ پروټيکشن بيورو ته سپارلې شوې دي٬ د بده مرغه په دې كښې د ځينې ماشومانو د كور كسان او مور پلار هم شامل دي د دوي په ضد هم كاروائي پېل كړے شوے ده۔ ده ووئيل په دې لړ كښې اوږد اپرېشن په 23 مئي شوې٬ نيشنل سائبر کرائمز انويسټيګيشن ايجنسۍ (اېن سي سي ائي اے) دوه كسان نيولي دي او شپږ ماشومان چائلډ پروټيکشن بيورو ته لېږلې شوې دي۔ په دې موقع د سائبر کرائم ډائريکټر جنرل وقارالدين سيد هم وېنا وكړه

مزید خبریں