د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين خان ګنډا پور په پېښور كښې جرګے ته خطاب

پېښور 03 جون (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور وئېلي دي چې د بزدل دښمن د جارحيت په زړه پورې ځواب وركولو ټول قام ته مباركي وركوم٬د هېواد دفاع او سلامتيا لپاره مونږ يو موټې يو او مونږ سياسي اختلافات هېرولو سره د اتحاد ثبوت وركړې۔وزيراعلٰی د نهې په ورځ په پېښور كښې جرګے ته خطاب كښې ووئيل چې ضم شوې ضلعې د ترهه ګرۍ په ضد …

پېښور 03 جون (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور وئېلي دي چې د بزدل دښمن د جارحيت په زړه پورې ځواب وركولو ټول قام ته مباركي وركوم٬د هېواد دفاع او سلامتيا لپاره مونږ يو موټې يو او مونږ سياسي اختلافات هېرولو سره د اتحاد ثبوت وركړې۔وزيراعلٰی د نهې په ورځ په پېښور كښې جرګے ته خطاب كښې ووئيل چې ضم شوې ضلعې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې زياتې ځپلې شوې٬په دغه سيمو كښې سرمايه كارۍ ته اړتيا ده۔د ضم شويو ضلعو وګړو د هېواد په خاطر لويې قربانۍ وركړي۔د هغوي سره شوې لوظونه دې پوره كړې شي۔ده غوښتنه وكړه چې وفاقي حكومت دې د ضم شويو ضلعو بې كوره شويو كسانو د معاوضې روپۍ زر تر زره جاري كړي٬ده دا هم غوښتنه وكړه چې اين ايف سي كښې د ضم شويو ضلعو برخه صوبې ته د منتقل كولو سمدستي اعلان دې وكړی شي۔مونږ د كومې بلې صوبې حق نه غواړو بلكې مونږ له دې خپل حق راكړې شي۔وزيراعلٰی غوښتنه وكړه چې وفاقي حكومت دې د خپلې ذمې د خېبرپښتونخوا ټول بقاياجات او د ټولې صوبې د پن بجلۍ خالص ګټې بقاياجات هم وركړي٬د ټوبيكو سيس پوره برخه دې وركړې شي۔وزيراعلٰی ووئيل ضم شويو ضلعو كښې د كوټلې حل لپاره دې جرګه سسټم بحال كړې شي۔ګاونډي هېواد افغانستان سره د خبرو اترو په عمل كښې دې خېبرپښتونخوا هم شامل كړې شي۔