د سائبر كرائم مخ نيوي لپاره جديد ټېكنالوجي٬سافټ ويئر او د هارډ ويئر كوټلي استعمال ته اړتيا ده۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي

اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي د موجوده جديد دور تقاضو ترمخه نېشنل سائبر كرائمز انوسټي ګيشن ايجنسي جوړه شوې٬ د سائبر كرائم مخ نيوي لپاره جديد ټېكنالوجي٬سافټ ويئر او د هارډ ويئر كوټلي استعمال ته اړتيا ده۔د نهې په ورځ د نېشنل سائبر كرائمز انوسټي ګيشن ايجنسۍ هيډكوارټر دورې په موقع په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير محسن نقوي …

اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي د موجوده جديد دور تقاضو ترمخه نېشنل سائبر كرائمز انوسټي ګيشن ايجنسي جوړه شوې٬ د سائبر كرائم مخ نيوي لپاره جديد ټېكنالوجي٬سافټ ويئر او د هارډ ويئر كوټلي استعمال ته اړتيا ده۔د نهې په ورځ د نېشنل سائبر كرائمز انوسټي ګيشن ايجنسۍ هيډكوارټر دورې په موقع په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير محسن نقوي د ايجنسۍ هېلپ لائن سنټر پرانسته وكړه او د عملې سره ملاقات كولو سره يې جدت خوښي وستائېله۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د هېلپ لائن سنټر٬فرانزك ليب٬نيټ ورك سيكورټي ډيپارټمنټ پشمول د بېل سيكشنز دوره وكړه۔په دې موقع وفاقي وزير ووئيل اين سي سي آئي اے هېلپ لائن په بشپړه ډول فعاله دے٬وګړي د سائبر كرائم په اړه ګيلې په 1799 كال كولو سره درج كولې شي۔وفاقي وزير اړوندو افسرانو ته د سائبر كرائمز په اړه د ګيلو زر تر زره د ازالې سپارښتنې كولو سره ووئيل چې د آرټپفشل انټيلي جنس په دور كښې اين سي سي آئي اے پشان ادارو حاجت د وړاندې څخه زيات شوې۔محسن نقوي ووئيل د موجوده جديد دور تقاضو ترمخه نېشنل سائبر كرائمز انوسټي ګيشن ايجنسي جوړه شوې٬ د سائبر كرائم مخ نيوي لپاره جديد ټېكنالوجي٬سافټ ويئر او د هارډ ويئر كوټلي استعمال ته اړتيا ده۔د كورنيو چارو وزير د اين سي سي آئي اے هېډكوارټر ودانۍ د اپ ګريډېشن پلان وغوښتلو او د سټاف كمې پوره كولو لپاره يې د سمدستي اقداماتو سپارښتنه وكړه۔په دې موقع د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري٬د كورنيو چارو سېكرټري خرم آغا او نور افسران هم موجود وو

مزید خبریں