اسلام آباد 03 جون (اے پي پي)د روغتيا وفاقي وزير مصطفی كمال وئېلي دي چې د پوليو ختمول زمونږ قومي مقصد دې٬اوسني پوليو كمپائن په مهال 4 كروړه 50 لكه څخه زياتو ماشومانو ته د پوليو مخنيوي څاڅكي وركړی شوي٬ماشومان د پوليو څخه محفوظ ساتل زمونږ اجتماعي قومي ذمه داري ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پوليو مخنيوي په اړه مهمه غونډه كښې كړې چې پكښې اوسني قومي پوليو كمپائن …
اوسني كمپائن په مهال 4 كروړه 50 لكه څخه زيات ماشومانو ته پوليو مخنيوي څاڅكي وركړې شوي۔وفاقي وزير مصطفی كمال

مزید خبریں
اسلام آباد 03 جون (اے پي پي)د روغتيا وفاقي وزير مصطفی كمال وئېلي دي چې د پوليو ختمول زمونږ قومي مقصد دې٬اوسني پوليو كمپائن په مهال 4 كروړه 50 لكه څخه زياتو ماشومانو ته د پوليو مخنيوي څاڅكي وركړی شوي٬ماشومان د پوليو څخه محفوظ ساتل زمونږ اجتماعي قومي ذمه داري ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پوليو مخنيوي په اړه مهمه غونډه كښې كړې چې پكښې اوسني قومي پوليو كمپائن كوټلي او تفصيلي جاج اخستلے شوې۔نېشنل او صوبائي كوآرډينيټر د پوليو مخنيوي اقدامات٬پېشرفت او چېلنجونو څخه خبر كړی شو۔وفاقي وزير ووئيل چې والدين دې پخپله د پوليو وركرز ولټوي او د خپلو بچو حفاظت دې باوري كړي٬د قيامت په ورځ به مونږ د خپلو بچو صحت په اړه ځواب وركوو۔ده ووئيل چې والدين دې د خپلو بچو دښمنان نه جوړېږي ځكه چې په دنيا او آخرت كښې به مونږ ځواب وركوو٬دا هېواد زمونږ دے او دا بچي زمونږ تر ټولو لويه ذمه واري ده٬د كينسر علاج ممكن دے خو پوليو اوس هم لاعلاجه رنځ دے۔ده ووئيل چې منفي سوچ دې د زړه نه وباسلې شي او خپل بچي دې د دې رنځ څخه بچ كړۍ۔په غونډه كښې د پوليو مخنيوي فوكل پرسن عائشه رضا فارق پشمول د هېلتھ سپيشل سېكرټري٬د هېلت ايډېشنل سېكرټري٬د پوليو نېشنل كوآرډينيټر٬ډبليو ايچ او٬يونيسيف او نورو سټيك هولډرز ګډون كړی










