نيويارك 03 جون (اے پي پي) د پاکستان د سفارتي مشن مشر بلاول بھټو زرداري د پارلماني پلاوي سره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل صدر کیرولین روډریګز برکیټ سره ملاقات كړی۔ په ملاقات كښې ده د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل صدر او جمهوريه ګيانا مستقل استازي ته د پاكستان دريځ وړاندې كړو۔د نهې په ورځ د پي پي پي ميډيا سيل لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاكستان پيپلز …
بلاول بھټو زرداري سره د پلاوي د سلامتي كونسل صدر سره ملاقات٬ د کیرولین روډ ریګز برکیټ د امن او سلامتيا لپاره د كونسل مينډېټ له مخې د كردار ترسره كولو د عزم پخلے وكړو

مزید خبریں
نيويارك 03 جون (اے پي پي) د پاکستان د سفارتي مشن مشر بلاول بھټو زرداري د پارلماني پلاوي سره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل صدر کیرولین روډریګز برکیټ سره ملاقات كړی۔ په ملاقات كښې ده د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل صدر او جمهوريه ګيانا مستقل استازي ته د پاكستان دريځ وړاندې كړو۔د نهې په ورځ د پي پي پي ميډيا سيل لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري ووئيل چې اوبه يوه قدرتي وسيله ده كوم چې وسله جوړولو سره هند د نړيوالو لوظنامو خلاف ورزي كړی٬د ترهه ګرۍ يوه پیښه جواز جوړولو سره هند غېر قانوني اقدامات كړي او د ټولي منطقې امن ئې خطر سره مخ كړې۔بلاول بهټو زرداري د كشمير مسئلې حل لپاره د هند څخه كوټلي مذاكرات حل وړاندې كړو۔ده ووئيل چې د كشمير مسئلې منصفانه حل سوئېلي آسيا كښې كوټلي امن ضامن دے۔د ملګري ملتونه دې د كشمير مسئلې پشمول د نړۍ نورو شخړې سلامتي كونسل قراردادونو له مخې حل كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔د سلامتي كونسل صدر كيرولين روډريګز بركيټ د امن سلامتيا لپاره د سلامتي كونسل مينډيټ له مخې كردار ترسره كولو د عزم پخلے وكړو۔










