د وفاقي وزير اعظم نذير تارړ څلورم نړيوال لیګل فورم “تاشقند لاء سپرنګ” كښې ګډون

تاشقند ۔2 جون (اے پی پی) پاکستان په ازبکستان كښې په څلورم انټرنېشنل لیګل فورم "تاشقند لاء سپرنګ" كښې ګډون وكړو۔ د وياند له مخې په نړيواله اجتماع كښې 1,500 څخه زيات ګډون كوؤنكي وو په كومو كښې چې د انصاف وزيران ، سینئر ججان، قانونی پوهان او ګردې نړۍ څخه نړيوال پوهان شامل وو۔ د پاكستاني پلاوي مشري د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ كوله۔ …

تاشقند ۔2 جون (اے پی پی) پاکستان په ازبکستان كښې په څلورم انټرنېشنل لیګل فورم “تاشقند لاء سپرنګ” كښې ګډون وكړو۔ د وياند له مخې په نړيواله اجتماع كښې 1,500 څخه زيات ګډون كوؤنكي وو په كومو كښې چې د انصاف وزيران ، سینئر ججان، قانونی پوهان او ګردې نړۍ څخه نړيوال پوهان شامل وو۔ د پاكستاني پلاوي مشري د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ كوله۔ په پلاوي كښې د قانون او انصاف وزارت کنسلټنټ بېرسټر سید شهروز بختیار هم شامل ؤ۔ سږ كال د فورم مركزي عنوان “ډیجیټل اېج: په سباؤن كښې يو قانوني نظر” ؤ۔ دې فورم د قانون او ټېكنالوجۍ په سنګم په عصري او بېل ډول مسئلو غور وكړو۔ د قانون او انصاف وفاقي وزير سيشن ته خطاب كښې په ډيجيټل څانګه كښې د پاكستان په قانوني اصلاحاتو رڼا واچوله او د نړيوالې قانوني مرستې عزم پخلې يۍ وكړو۔ په دې موقع د قانون وزير د قطر، متحدہ عرب امارات، آذربائیجان، ازبکستان او ترکیه خپلو همڅنګو سره د اعلی كچې دوه اړخيزه ملاقاتونه وكړل۔ د پاكستان د قانون او انصاف وزير او د ازبکستان د قانون او انصاف وزير ترمينځه په سباؤن كښې مرستې ته په باضابطه توګه كوټلي شكل وركولو او د دواړو وزارتونو ترمينځه ګډ وركنګ پروګرام پېل كولو له د مفاهمت يو يادښت هم لاس ليك كړے شو۔ “تاشقند لاء سپرنګ” په تندۍ سره د اعلی كچې نړيوال پلېټ فارم په توګه رامخے ته شوے دے كوم چې په ډيجيټل دور كښې په قانون نړيوال ګفت وشنيد يا مكالمه تشكيل كوي او د پاكستان موجودګۍ په دې مكالمه كښې خپل مخ په زياتېدونكے كردار په ډاګه كړو

مزید خبریں