اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) پاکستان د هندي لارښودو او د هندي خارجه وزارت وياند په ورستيو بيانونو سخت غبرګون ښودلو سره وئيلي دي چې هند د دړكو ٬ غلط بيانۍ يا طاقت د لارې خپل مقصدونه ترلاسه كولې نه شي٬ پاكستان د امن او تعميري مصروفيت عزم لري بياهم د كوم جارحيت په ضد د خپلې خپلواكۍ او سيمه ييزې سلامتيا دفاع عزم لري۔ د خارجه دفتر وياند د ګل …
پاكسان د كوم هم جارحيت په ضد د خپلواكۍ او سيمه ييزې سلامتيا دفاع كولو عزم لري: د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) پاکستان د هندي لارښودو او د هندي خارجه وزارت وياند په ورستيو بيانونو سخت غبرګون ښودلو سره وئيلي دي چې هند د دړكو ٬ غلط بيانۍ يا طاقت د لارې خپل مقصدونه ترلاسه كولې نه شي٬ پاكستان د امن او تعميري مصروفيت عزم لري بياهم د كوم جارحيت په ضد د خپلې خپلواكۍ او سيمه ييزې سلامتيا دفاع عزم لري۔ د خارجه دفتر وياند د ګل په ورځ دې ځاې څخه په جاري شوي بيان كښې د هندي لارښودو په پاكستان مخالف بيانونو او په 29 مئي د هندي خارجه وزارت د وياند ريماركس په اړه د ميډيا د پوښتنو په ځواب كښې ووئيل د هندي مشرتابه دا اوسني او بهار كښې وړاندې كړې شوي ريماركس د يو زيات پرېشان حاله ذهنيت عكاسي كوي كوم چې د امن په مقابله كښې دښمنۍ ته ترجيح وركوي۔ ده ووئيل پاكستان د سيمه ايزې بې ثباتۍ سرچينې په توګه د وړاندې كولو هڅه حقيقت څخه لرې ده۔ وياند ووئيل نړيواله ورورولي د هند د جارحانه رويې ريكارډ څخه ښه خبر ده په كومه كښې چې د پاكستان دننه د ترهګرۍ د كارروائيو دستاويز ملاتړ هم شامل دے٬ دا حقائق هند د بې بنسټه بيانيو د لارې پټولې نه شي۔ ده ووئيل د كشمير شخړه په منطقه كښې امن خطر سره مخ كوؤنكې بنيادي مسئله ده۔ ده ووئيل پاكستان به د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير مسئلې عادلانه او د اوږدې مودې حل په وكالت كښې ثابت قدم پاتے وي۔ وياند ووئيل چې د دې اوسنيو اوونيو پېشرفت د هند جهالت او جبر يو وارې بيا په ډاګه كړې دې۔ ده ووئيل پاكستان د امن او تعميري مصروفيت عزم لري او هغه د كوم هم جارحيت په ضد د خپلې خپلواكۍ او سيمه ييزې سلامتيا دفاع كولو عزم لري۔










