د معركه حق تاریخي كاميابۍ نه پس د پاکستان يو مستحکم نړيوال معیشت جوړولو هلو ځلو كښې د كاميابۍ ترلاسه كولو عزم لرؤ: وزیراعظم شهباز شریف

اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي د معركه حق تاریخي كاميابۍ نه پس د پاکستان يو مستحکم نړيوال معیشت جوړولو هلو ځلو كښې د كاميابۍ ترلاسه كولو عزم لرؤ۔ د وزيراعظم هاؤس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوې پرېس ریلیز له مخې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د ایف بی آر چارو په اړه د جاج اخستلو غونډه وشوه۔ وزیراعظم په ایف …

اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي د معركه حق تاریخي كاميابۍ نه پس د پاکستان يو مستحکم نړيوال معیشت جوړولو هلو ځلو كښې د كاميابۍ ترلاسه كولو عزم لرؤ۔ د وزيراعظم هاؤس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوې پرېس ریلیز له مخې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د ایف بی آر چارو په اړه د جاج اخستلو غونډه وشوه۔ وزیراعظم په ایف بی آر كښې د روان اقداماتو او اصلاحاتو تھرډ پارټی ویلیډېشن لپاره د نړيوالو نوموړو کمپنیو خدمات ترلاسه كولو سپارښتنه كولو سره وئيلي چې د معركه حق تاریخي كاميابۍ نه پس د پاکستان يو مستحکم نړيوال معیشت جوړولو هلو ځلو كښې د كاميابۍ ترلاسه كولو عزم لرؤ٬ په ټولو څانګو كښې ادارہ جاتی اصلاحات تندۍ سره روان دي۔ وزیراعظم ووئيل د هېواد ادارو څخه کرپشن ختمولو او د شفافیت نشتون په څير نورې خرابۍ لرې كولو له د حکومت ټولي ادارې په زړه پورې خواركي كوي۔ ده ووئيل اوسنۍ مثبت معاشی اشاریے د حکومت د ښه پالیسو ښكاره ثبوت دے۔ وزیراعظم د فيس لېس کسټمز اېسسمنټ سسټم په اوسنۍ کارکردګۍ د اطمینان څرګندونې سره ووئيل شفافیت په ځايې ساتلو له د راوړلې شوې فیس لېس کسټمز اسسمنټ سسټم په څير اصلاحات سره د ډاډ وړ نتيجې رامخې ته كيږي۔ ده ووئيل پاکستان په معاشی توګه مستحکمولو له به په دې هلو ځلو كښې مونږ کامیاب شوو۔ په غونډه كښې وزیراعظم د فیس لېس کسټمز اسېسمنټ سسټم اوسنۍ کارکردګی او پاکستان ریونیو آټومېشن لمېټډ (پرال) كښې د اصلاحات پیشرفت په اړه خبر كړے شو۔ بریفنګ كښې ووئيل شول چې د فیس لېس کسټمز اسسمنټ سسټم نفاذ سره محصولات كښې په مجموعی توګه اضافه شوې او د کسټمز کلیئرنس په وخت كښې په زړه پوري كمې شوې،پاکستان ریونیو آټومېشن لمېټډ كښې د اصلاحات عمل تندۍ سره روان دې۔بریفنګ كښې ووئيل شول چې عام صارفینو لپاره آسان ډیجیټل ټېکس ریټرن نظام دې زر تر زره نافذ العمل کړے شي،د عام صارفینو آسانۍ لپاره دیجیټل ټېکس ریټرن نظام په اردو او نورو ځايې ژبو كښې د معارفي كولو په عمل کار په تندۍ سره روان دے۔ په غونډه كښې د قانون او انصاف وفاقی وزیر اعظم نذیر تارړ، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر عطا اللہ تارړ، د ایف بی آر چیئرمېن او اړوندو ادارو اعلیٰ افسرانو ګډون وكړو۔

مزید خبریں