د وزیراعظم د سپارښتنې له مخې د اعلیٰ كچې پلاوې به 2 جون څخه د نیویارك، واشنګټن ډی سی، لندن او برسلز دوره كوي: د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د وزیراعظم د سپارښتني له مخې د بېلو ګوندونو په غړو مشتمل د اعلی كچې پلاوې به 2 جون څخه د نیویارك، واشنګټن ډی سی، لندن او برسلز دوره كوي۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري شوې بیان له مخې د 9 كسيزه پلاوي مشري د پاکستان پیپلز ګوند چیئرمېن او پخوانے خارجه وزير بلاول بھټو زرداری کوي۔ …

اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د وزیراعظم د سپارښتني له مخې د بېلو ګوندونو په غړو مشتمل د اعلی كچې پلاوې به 2 جون څخه د نیویارك، واشنګټن ډی سی، لندن او برسلز دوره كوي۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري شوې بیان له مخې د 9 كسيزه پلاوي مشري د پاکستان پیپلز ګوند چیئرمېن او پخوانے خارجه وزير بلاول بھټو زرداری کوي۔ د پلاوي په نورو غړو كښې د موسمياتي بدلون وزیر ډاكټر مصدق مسعود ملك، د سېنېټ د موسمياتي بدلون د قائمه کمېټۍ چئيرپرسن سېنېټر شیری رحمان، د قومی اسمبلۍ د خارجه چارو قائمه کمېټۍ چیئرپرسن او پخوانۍ خارجه وزيره حنا ربانی کھر، د تجارت ، دفاع او خارجه چارو پخواني وزير انجینئر خرم دستګیر خان، د سمندري چارو پخوانے وزیر سېنېټر سید فېصل علی سبزواری او سېنېټره بشریٰ انجم بټ شامل ده۔ پلاوي كښې دوه پخواني خارجه سېکتران جلیل عباس جیلانی چا چې د نګران خارجه وزير په حېث خدمات هم ترسره كړي او تهمینه جنجوعه هم شامل ده۔ د وزیراعظم خاص مرستيال سید طارق فاطمی په مشرۍ كښې دويم پلاوي به 2 جون څخه د ماسکو دورہ کوي۔ د دې پلاويو د دورو مقصد د هند اوسني جارحیت په اړه د پاکستان نقطه نظر وړاندې كول دي۔ دا پلاوي به د هند د اړخه د نړيوال قانون خلاف ورزۍ پشمول د جارحانه اقدامات نه پس د پاکستان ذمه واره موقف رامخې ته كوي او په دې خبره به رڼا اچوي چې بايد مذاکرات او سفارت کاری ته په شخړو او تصادم ترجیح وركړې شي۔ د بیان له مخې پلاوې به سوئيلي اسياﺀ كښې كوټلي امن ته وده وركولو لپاره د نړيوالي ورورولۍ د خپل كردار ترسره كولو په حاجت زور راوړي۔ پلاوې به په سندھ طاس لوظنامه كار د معمول له مخې په سمدستي توګه د بيا پېل كولو په حاجت هم زور راوړي۔ دا پلاوي به د نړيوالو ادارو مشرتابه، پبلك آفس هولډرز، اعلیٰ چارواكو،پارلماني غړو، تھنك ټېنکس او میډیا سره سره نورو نوموړو شخصیاتو سره هم ملاقاتونه كوي۔

مزید خبریں