د سندھ ګورنر سره د عراقي سفير ملاقات ٬ په مذهبي سيلګرۍ او زائرينو لپاره د آسانيو په برابرولو د خيالاتو څرګندونه

کراچۍ۔ 02 جون (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري سره په پاكستان كښې تعينات عراقي سفير حامد عباس په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ مذهبي سېلګرۍ او زائرينو لپاره د آسانيو په برابرولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د جاري شوې اعلاميې له مخې د سندھ ګورنر ووئيل د عراقی سفیر حامد عباس سفارتی خذمات او پاكستاني زائرينو ته وركړې …

کراچۍ۔ 02 جون (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري سره په پاكستان كښې تعينات عراقي سفير حامد عباس په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ مذهبي سېلګرۍ او زائرينو لپاره د آسانيو په برابرولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د جاري شوې اعلاميې له مخې د سندھ ګورنر ووئيل د عراقی سفیر حامد عباس سفارتی خذمات او پاكستاني زائرينو ته وركړې كېدونكې آسانۍ د ستائنې وړ دي۔ کامران خان ټیسوری ووئيل پاكستان عراق سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬ پاکستان او عراق په تاریخی، مذهبی او كلتوري اړيكو يو بل سره تړلې دي۔ د ملاقات په پايه كښې د سندھ ګورنر عراقي سفير ته يادګاري شيلډ هم وركړو۔