اسلام اباد 01 جون (اے پي پي)د خزاني وفاقي وزیر سناتور محمد اورنګزیب د آئی پي اېس او اېس (اپسوس) د كال 2025 د مصرف کونکو د اعتماد سروے نتيجو هرکلی وکړ او دا نتيجې یې په پاکستان کښې د اقتصادي صورتحال ښه كيدو او د وګړو د رجحانانو ښكاره ثبوت وګرځولو ۔ د اتوار په ورځ جاري شوې پرېس ريليز كښې د سروے له مخې د مصرف کونکو اعتماد …
د خزاني وزير محمد اورنګزیب د اپسوس د صارف اعتماد سروے د نتيجو هرکلی وکړو، نتيجې د حکومت د نجي څانګي، برآمدات او مالي شمولیت د ودي وركولو د پرله پسې هڅو ميوه وګرځوله

مزید خبریں
اسلام اباد 01 جون (اے پي پي)د خزاني وفاقي وزیر سناتور محمد اورنګزیب د آئی پي اېس او اېس (اپسوس) د كال 2025 د مصرف کونکو د اعتماد سروے نتيجو هرکلی وکړ او دا نتيجې یې په پاکستان کښې د اقتصادي صورتحال ښه كيدو او د وګړو د رجحانانو ښكاره ثبوت وګرځولو ۔ د اتوار په ورځ جاري شوې پرېس ريليز كښې د سروے له مخې د مصرف کونکو اعتماد په ښكاره ډول زيات شوې او اوس 42 فيصده ه پاکستانیان باور لري چې هیواد په سم پلو روان دی چې دا په تیرو شپږو کلونو کښې تر ټولو لوړه کچه ده۔ د سروے له مخې د معيشت مستحكم تصور كونكو کچه هم د 2019 کال اګست راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده۔ دا لومړی ځل دی چې د مصرف کونکو د اعتماد د څارنې پیل راهیسې تر اوسه په اميد پسندۍ په مایوسۍ سبقت ترلاسه كړې، چې د خلکو په فکر کښې یو مهم مثبت بدلون په ګوته کوي۔د خزاني وزير د سروے نتيجېد ډاډ وړ ګرځولو سره ووئيل چې دا نتيجې په تیرو 14 میاشتو کښې د حکومت د همغږې او ذمه وارانه معاشي پالیسۍ د كاميابۍ عكاسي كوي ۔ده ووئيل حکومت په ګرانۍ قابو موندلو، د زر مبادلي شرح مستحكم كولو او د مالي نظم د ښه والي بنياد دې۔ د خزاني وزير په ډاګه كړه چې د لوی حجم د خريدارو او سرمايه كارۍ په اړه د مصرف کونکو اعتماد هم د تیر کال په نسبت يو په دوه زيات شوې، كوم چې دا خبره په ګوته کوي چې اوس کورنۍ د خپل مالي حالت په اړه ډیر اعتمادي دي۔هم دغسې د روزګار تحفظ په اړه هم د اعتماد شرح د 2019 راهیسې په خپله لوړه کچه ده چې د روزګار په حالت کښې ښه والی او د پرمختیائي پالیسیو مثبت اثراتو غمازي ده۔










