اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د بينظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد د سندھ چيف سيكرټري سيد آصف حيدر شاه سره ملاقات كړے چې پكښې په صوبه كښې د بي آئي اېس پي افاديت زياتولو او شريكې مرستې لا قوي كولو په چارو تفصيلي خبرې شوي۔په ملاقات كښې په ګڼ شمېر مهمو اړخونو غور وشو چې پكښې د بي آئي اېس پي ادائيګۍ په مركزونو د …
د بينظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد د سندھ چيف سيكرټري سيد آصف حيدر شاه سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د بينظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد د سندھ چيف سيكرټري سيد آصف حيدر شاه سره ملاقات كړے چې پكښې په صوبه كښې د بي آئي اېس پي افاديت زياتولو او شريكې مرستې لا قوي كولو په چارو تفصيلي خبرې شوي۔په ملاقات كښې په ګڼ شمېر مهمو اړخونو غور وشو چې پكښې د بي آئي اېس پي ادائيګۍ په مركزونو د سيكورټي او لاجسټكس انتظامات په موثر كولو زور راوړلے شو دغسې چې مستحق ميرمنو ته روپۍ بغېر د كوم مشكل نه باوري كړی شي۔په غونډه كښې د سنده حكومت او بي آئي اېس پي عملې ترمينځه د كوټلې حكمت عملۍ او د شريك اقدامات په باوري كولو هم خبرې وشوې دغسې چې د ادائيګو په مهال رامخې ته ګيلې په وخت لرې كړې شي۔









